پاکستان وايي، د افغانستان د امن او کرارۍ يوازنۍ لار مذاکرات دي او پاکستان به په دې لړ کې د څلور اړخيزې کومېټې د فيصلو په رڼا کې خپل کردار جاري ساتي.
دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې په يو شمېر کورنيو او د افغانستان په ګډون په ځينو بهرنيو چارو د خبرو پر مهال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو د بهرنيو ځواکونو تر وتلو او يو شمېر نورو شرطونو تر پوره کېدا پورې له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړى چې له امله يې د سولې د مخامخ خبرو برخليک لا تر دې دمه روښانه نه دى.
ښاغلي ذکريا د افغان مفاهمتي عمل په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ګنې افغان طالبانو د مذاکراتو لپاره ځينې شرطونه ايښي چې له امله يې داسې ښکاري چې مذاکرات به وځنډېږي وويل، جنګونه د مساېلو حل نه دي، بلکې مسالې په مذاکراتو حل کېږي:
"د پاکستان پرله پسې دا دريځ پاتې شوى چې په افغانستان کې د تلپاتې امن او کرارۍ لپاره سياسي مذاکرات يوازنۍ قابل عمل لاره ده او دا د مفاهمې عمل په ذريعه ممکن ده، چې د افغانانو د خوښې مطابق وي، د پاکستان او نورو دوه کوارډېنشن کمېټۍ غړيو ملکونو کردار د سهولتکارانو دى او د څلور اړخيزې کومېټې په غونډو کې په دې خبرې اتفاق شوى چې د مذاکراتو د شروع کولو لپاره به ټول هېوادونه خپل خپل کوشش کوي او په دې لړ کې به موږ خپل مثبت کردار جاري ساتو او ولسمشر اشرف غني ټولو ډلو ته د مذاکراتو لپاره بله بلنه هم ورکړې ده."
تر دې مخکې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه په کابل کې د پاکستان، افغانستان، امريکا او چين په ګډون د څلور اړخيزې کومېټې په څلورمې غونډې کې پرېکړه شوې وه چې افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې ژر تر ژره مخامخ خبرې وشي.
داسې ويل کېدل چې په روانې مياشت کې به په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشي، خو د طالبانو تر انکار وروسته لا دا خبرې نه دي شوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د وياند تر څرګندونو يو ورځ مخکې ددې هېواد د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم ټينګار کړى و چې تر مذاکراتو مخکې د شرطونو ايښودل د منلو نه دي او طالبانو ته يې په اشاره ويلي وو چې د شرطونو د منل کېدا لپاره بايد مذاکراتو ته راشي.
نوموړي په اسلام اباد کې د بريتانيې د بهرنيو چارو له وزير سره يوې ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال هيله ښودلې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د مفاهمي عمل لړۍ به په نېږدې راتلونکي کې پيل شي.
راپور: ذبيح مومند