د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۸

د اروپايي ټولنې مشران نن د کډوالو پر بحران خبرې کوي


د اروپایي ټولنې مشران نن په بروکسل کې د کډوالو د بحران د هواري پرلارو چارو خبرې کوي.

دغې سرمشریزې ته د ترکیې صدراعظم چې هېواد یې اروپاته د کډوالو د تېریدو یوه مهمه لاره ده، هم بلل شوی دی.

د اروپايي ټولنې مشران نن په بروکسل کې د ترکيې له صدراعظم احمد داود اوغلو سره د کډوالو د بحران په اړه چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو ستر بحران دی، په يوه اضطراري غونډه کې خبرې کوي.

تمه کېږي چې د اروپايي ټولنې ٢٨ غړي هېوادونه به له ترکيې غوښتنه وکړي چې اروپا ته د کډوالو د بهیر مخنیوی وکړي او هم هغه په زرګونو کډوال چې په اروپا کې د پناه غوښتنې پر شرايطو برابر نه دي، ومني.

د هالنډ صدراعظم مارک روټې چې هېواد یې په اوس وخت کې د اروپایي ټولنې دوره مشري په غاړه لري وویل، دی یو څه خوشبین دی چې د اروپایي ټولنې اوانقرې ترمنځ به یو تړون وشي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژین مارک ایرولت وویل، اروپا اړتیا لري چې د خپلو پرانیستو پولو د سیسټم په اړه له سره غور وکړي او زیاته یې کړه چې دغه سیسټم داسې نه دی تنظیم شوی چې د کډوالۍ ستر بحران ته ځواب ووایي.

تېر کال له یو میلیون زیات کډوال د اوبو له لارې په غیر قانوني ډول اروپایي هېوادونو ته رسېدلي چې ډېری یي سوریایان، افغانان او عراقیان دي چې له ترکیې یې یونان ته د شمالي اروپا شتمنو هېوادونو ته د تلو په هیله ځانونه رسولي دي.

اروپايي ټولنې په نوامبر مياشت کې د ترکيې له حکومت سره موافقه وکړه چې انقره به د مالي مرستې په بدل کې اروپا ته د کډوالو په مخنيوي کې همکاري کوي.

دغه ټولنه وايي، ترکيې د دې موافقې په تطبيق کې پرمختګونه کړي، خو شکايت دا دى چې لا هم ګڼ پناه غوښتونکي د ترکيې له لارې يونان ته داخلېږي.

راپورونه وايي، د ورځې تر دوه زره زيات پناه غوښتونکي او کډوال له ترکيې يونان ته اوړي.

مقدونیه چې د اروپایي اتحادیې غړې نه ده او په لوېدیځ بالکان کې د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ظاهراً د کډوالو په مخ خپلې پولې تړلې چې له امله یې له ۳۰زرو زیات کډوال په یونان کې بند پاتې دي.

د داود په نوم په نوم د سوریې یو کډوال چې هڅه کوي له یونانه په پوله مقدونیه ته واوړي، د یونان په ایدومیني کې رویترز ته وویل:

"زه بل څه نه بلکې غواړم دغه دروازه پرانستل شي، میرکل موري، چېرې یې، زه غواړم چې دوی دغه دروازه پرانېزي."

د بروکسل د سر مشریزې د اعلامیې په هغه مسوده کې چې یوه کاپي یې اسوشیېټیډ پرس خبري اژانس ترلاسه کړې ویل شوي چې د لوېدیځ بالکان له لارې د غیر منظمو کډوالو د بهیر مخه به ونیول شی او دغه لاره به وتړل شي.

د بروکسل د سر مشریزې د مخه ناټو هم وویل چې د اژه په سمندرګي کې خپل ماموریت پراخوي ترڅو یونان او د اروپا نورو برخو ته د کډوالو د قاچاق مخه ونیسي.

د اسوشیېټیډ پرس خبري اژانس د ناټو د سرمنشي ینس سټولټنبرګ له قوله ویلي چې وایي، ناټو به د یونان او ترکیې په اوبو کې چېرې چې قاچاق وړونکو له دې لارې په لسګونو زره کډوال اروپا ته رسولې، عملیات پراخ کړي.

سټولټنبرګ وویل چې نورې کښتۍ به سیمې ته واستول شي چې هلته له دریو کښتیو سره چې په اوس وخت کې فعالیت کوي، یوځای شي.

د ملګروملتونو د کډوالود عالي کمېشنر ویاند بابربلوچ د یکشنبې په ورځ د یونان او مقدونیه په پوله ایدومیني کې رویټرز اژانس ته وویل:

"موږ پوهیږو چې په عراق کې څه پېښېږي، موږ پوهیږو چې په سوریه کې څه پېښېږي، موږ پوهیږو چې په افغانستان کې څه روان دي، دغه خلک کډوال دي، کډوال اړتیا لري چې خوندي ځایونو ته لاس رسی ولري، د مقدونیه د چارواکو دغه اقدام ډېرله تبعیضه ډک دی."

اروپاته په خطرناکو لارو ډېرکډوال او پناه غوښتونکي هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

پرون هم د یونان او ترکیې ترمنځ اوبو کې د ۲۵ کډوالو د ډوبېدو خبر ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG