د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني وایي، د روانو چارو د ښه مدیریت لپاره د حکومت د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي اړینه ده.
ښاغلي غني نن د ملي شورا د غړو او کابینې ګډې غونډې ته وویل چې هره قوه مستقل واک لري، خو په ملي مسائلو کې باید سره همغږې وي.
په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس وایي، که درې ګونې قواوې په روان کال کې سره یو نه شي، ممکن ستونزې نورې هم زیاتې شي.
د ملي وحدت حکومت مشران په داسې حال کې د چارو د ښه سمبالښت لپاره د درې ګونو قواوو ترمنځ په همغږۍ ټینګار کوي چې افغان او بهرنیو چارواکو ۲۰۱۶ کال یوڅه ستونزمن یاد کړی دی.
ولسمشراشرف غني وایي، دا کال د افغانستان لپاره مهم دی او په کار ده چې په ملي مسائلو کې د حکومت درې ګونې قواوې سره همغږې وي.
ښاغلي غني د شنبې په ورځ د ملي شورا د غړو او کابینې یوې ګډې غونډې ته وویل، د درې ګونو قواو ترمنځ د تعادل ساتلو ته ژمن دی او د همدې قواوو د مشر په توګه هڅه کوي چې په دې برخه کې همغږي رامنځ ته کړي:
"د اساسي قانون له مخې درېیو قواوو ترمنځ همغږي او تعادل ډیر اړین دی، اساسي قانون واضح ده، هره قوه خپل استقلال لري، د هرې قوې کار سنجول شوی، اما ملي مسئلې د ټولو همغږي غواړي، موږبه هم د همکارۍ او همغږۍ فضا منځ ته راوړو."
له کابینې او ملي شورا سره د حکومت د مشرانو غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې د ملي شورا غړي له ژمنیو رخصتیو راستانه شوي او ممکن موئکلین یې ورڅخه ډيرې غوښتنې ولري.
د ملي وحدت حکومت مشران هم وایي چې په دې غونډه کې به وکیلان له کابینې سره خپلې غوښتنې مطرح کوي او د ستونزو حل ته به ګډې لارې چارې لټوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استخباراتو مشر له دې وړاندې ویلي چې ممکن په ۲۰۱۶ میلادي کال کې افغانستان د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ شي.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني قومندان جان کېمپبل بیا په دې وروستیو کې د امریکا د سنا مجلس ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه ځکه په جګړه کې پاته راغلي چې د رهبرۍ او مدیریت له ستونزې سره مخ دي.
په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، که په روان کال کې د پخوانیو کلونو په پرتله د قواوو ترمنځ همغږي ډیره نه شي، ممکن ستونزې نورې هم ډیرې شي:
"د درې ګونو قواوو خپلواکۍ او واکونو ته په کتو، که په دې کال کې د پخوا په پرتله په همغږۍ او همکارۍ کار ونه کړو، خدای مه کړه ستونزې به زیاتې شي، خو همدغه غونډې دې چې په دې برخه کې له مونږ سره مرسته کوي."
په دې وروستیو کې د ډیموکراسي انټرنیشل یوې سروې هم وښوده چې د حکومت د فعالیتونو په اړه د ملي شورا څه باندې نوي فیصده غړي اندیښمن دي.
همدې مسئلې ته په کتو، داسې ښکاري چې حکومت هم د پخوا په پرتله هڅه کوي چې خپل کارونه منظم او د ملي شورا او ولس قناعت او باور ترلاسه کړي.
اسدالله لودین