د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله یو وار بیا ډاډ ورکوي چې د سولې په خبرو کې به هیڅ ډول معامله ونه شي.
ښاغلي عبدالله د جمعې په ورځ د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشرعبدالعلي مزاري د یوویشتم تلین په غونډه کې وویل چې حکومت مسوولیت لري څو د سولې په خبرو کې د خلکو حقونه او لاسته راوړنې خوندي کړي.
که له یوې خوا له طالبانو سره د سولې د خبرو مثبتو نتیجو ته خوشبیني څرګندیږي، بل خوا دې بهیر د ځینو کړېو ترمنځ اندیښنې هم رامنځ ته کړي دي.
اوس اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، حکومت هیڅ کله د سولې په بهیر کې د پردې ترشاه معامله نه کوي.
ښاغلي عبدالله د جمعې په ورځ د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د یوویشتم تلین غونډې ته په خپله وینا کې په دې اړه وویل:
"غواړم خپل قهرمان ملت ته دا ډاډ ورکړم چې د پردې تر شاه هیڅ ډول معامله نه کیږي. سوله ستاسو ټولو غوښتنه ده. په ورته وخت کې د افغانستان د خلکو د حقونو او لاسته راوړنو ساتنه زموږ د ټولو مسوولیت او دنده ده."
له دې وړاندې په ملي شورا کې ځینو استازو اندیښنه څرګنده کړې وه چې طالبانو ته د حکومت له لوري د ځينو سیمو پریښودل دغې ډلې ته د سولې په خبرو کې د امتیاز ورکولو په هدف کیږي.
هغه مسئله چې حکومتي مسوولین یې یواځې یو جنګي تاکتیک بولي.
د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په ګډون د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په وروستۍ ناسته کې پریکړه وشوه چې د افغان حکومت استازي به د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
ددغو خبرو ځای اسلام اباد ښودل شوی خو دقیقه نېټه یې لا تراوسه نه ده ټاکل شوې.
اخوا په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکارسرتاج عزیز تېره اوونۍ په واشنګټن کې په یوې غونډې کې وویل چې د سولې مخامخ خبرې به تر راتلونکو لسو او یا هم پنځلسو ورځو وشي.
بل لورته د افغان حکومت د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق د عبدالعلي مزاري په یاد غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ښه تجهیز ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې که دا کار ونه شي نو په آسانۍ سره به وضعیت بدلون وکړي.
ښاغلي محقق زیاته کړه:
"موږ باید ډير کار وکړو. باید د افغانستان د هوایي ځواک د تجهیز لپاره ډيرې هڅې وکړو. موږ باید په اردو کې شته خلاوې ډکې کړو. باید ملي پولیس پیاوړي کړو. که نه نو په اسانۍ سره وضعیت د بدلیدو وړ دی."
نوموړي همدا راز له هغو کسانو سره د سولې او پخلاینې ملاتړ وکړ چې د ده په وینا له تاوتریخوالي لاس اخلي.
افغان حکومت له دې مخکي ویلي و، د هغو مخالفینو پر وړاندې به پوځي اقدام وشي چې سوله نه کوي.
ولسمشراشرف غني هم د مزاري د یوویشتم تلین غونډې ته په خپل لیږلي پيغام کې وویل چې د افغانستان حکومت به د افغانانو د ژوند د خوندیتوب په هدف د قوې له مشروع کارونې څخه ډډه ونه کړي.