د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د ایران د ولسمشر د مرستیالې"مولاوردي"خبرداری


میرمن شهین دخت مولاوردي
میرمن شهین دخت مولاوردي

د ایران د ولسمشر د مرستیالې هغو ادعاوو چې وایي، په سیستان– بلوچستان ایالت کې د یوه کلي ټول نارینه اعدام شوي دي، په هغه هېواد کې سخت انتقادونه راپارولي دي.

میرمن شهین دخت مولاوردي خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو د کورنیو غړي به د خپلو پلرونو او ورونو د انتقام هڅې وکړي.

د ایران د ولسمشر مرستیالې میرمن شهین دخت مولاوردي د فبرورۍ پر ۲۳ نېټه د ایران له نیمه دولتي خبري اژانس مِهر سره په مرکه کې ویلي چې د دغه هېواد په سیستان- بلوچستان ایالت کې د یوه کلي ټول نارینه د نشه یې موادو په تړاو جرایمو په تور اعدام شوي دي.

د ولسمشرد مرستیالې دغه څرګندونې د ایران د سیستان–بلوچستان ایالت د قضایې ادارې په ګډون د یو شمېرایراني چارواکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

میرمن شهین دخت مولاوردي پرته له دې چې د دې کلي نوم واخلي، خبرداری ورکړی چې د اعدام شوېو کسانو د کورنیو پاته غړي به په راتلونکي کې د خپلو پلرونو او ورونو د انتقام او هم د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره په لوېو قاچاق کوونکو بدل شي.

د میرمن شهین مولاوردي دغه ادعاوې د ایران او نړۍ په سطح د خبرونو په سر کې ځای نیولی او د ایران د چارواکو غُصه یې پارولې ده.

دوی د ولسمشرمرستیاله د درواغو په خپرولو او د سیستان– بلوچستان ایالت ته په ګوزار ورکولو تورنه کړې ده.

دغه ایالت له افغانستانه پاکستان او ایران ته د قاچاق وړونکو د تګ راتګ لاره ده.

د سیستان– بلوچستان ایالت د قضایې ادارې مرستیال محمد علي حمیدیان د مارچ پر دوهمه نېټه ویلي چې دوی د شهین دخت مولاوردي پر وړاندې رسمي شکایت پاڼه ترتیب کړې ده او په هغه کې یې نوموړې د یاد ایالت د قضایې سیستم په برخه کې د درواغو په خپرولو تورنه کړې ده.

د ایران د زاهدان ښارد څارنوالۍ د مرستیال حسن رضا دوست له قوله هم ویل شوي چې وایي:

"له کومه ځایه چې د نوموړي ادعا ناسمه ده، نو باید د ولسمشر مرستیاله رسماً مسووله وګڼل شي او د دې ایالت له خلکو بخښنه وغواړي."

د ایران د پارلمان ځیني استازي هم د میرمن شهین پردغو څرګندونو انتقادونه کړي دي چې په هغوی کې د سیستان– بلوچستان ایالت ځیني استازي هم شته.

د ایران د پارلمان یو استازی حسین شهریاري وایي:

"د میرمن شهین دخت مولاوردي مرکې د سیستان– بلوچستان ایالت باور او اعتبار له منځه یووړ. ډیرو خلکو زما سره اړیکه نیولې او ددغې ادعا د سرچینې او اساس په اړه یې پوښتنې کړي دي."

د ایران د بشري حقونو د شورا مسول محمد جواد لاریجاني په ژنیو کې له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکې کې ویلي چې د ولسمشرد مرستیالې د دغې ادعاوو په اړه به غور وشي.

د بشري حقونو د څار ادارې له خوا د خپرو شوو شمېرو له مخې ایران له هغو هېوادونو دی چې د نړۍ په سطح د اعدام کچه په کې ډیره ده چې د دغو شمېرو له مخې د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نیمایې کې یې شاوخوا ۷۰۰ تنه اعدام کړي دي.

XS
SM
MD
LG