د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۲۸

ننګرهار: د هندوستان پر قونسلګری حمله کې ۶بریدګر وژل شوي


د ننګرهار په جلال اباد کې شوې انتحاري حمله او وسله واله نښته د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د ښار اړوند د هندوستان قونسلګری پر امنيتي پوستو ترسره شو چې زیات زیان ملکي خلکو ته اوښتی.

د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل چې برید کوونکي شپږ تنه وسله وال و چې یوې د موټر په وسیله ځان وژونکی برید ترسره کړی او پاتې نورو غوښتل چې د هندوستان پر قونسلګری ورننوتل خو د امنيتي ځواکونو په مقاومت کې له منځه لاړل.

ښاغلي شیرزاد زیاته کړه:

"نن د وطن دښمنانو د هندوستان پر قونسلګری برید کړی و چې زموږ ځواکونو سره په مقاومت کې ټول ووژل شول؛ د دې پېښې په محارولو کې زموږ ملي پولیسو، عام نظم پولیسو او د ملي اردو ځواکونو په ګډه وکولای شول چې دا بریدګر ډير ژر له منځه یوسي."

شيرزاد وايي، په دې پېښه کې د عامو خلکو د دکانونو،موټرو د تخریبو ترڅنګ ۱۶ تنه ملکي وګړي او دوه امنيتي سرتیري سرسري زخميان شوي چې په مرکزي شفاخانه کې تر درملنې لاندې دي:

"یوازې ملکي تلفات هغه مهال رامنځته شول چې لومړی پېښه چې د موټر بم په وسیله د هندوستان قونسلګری سره وشوه چې ټول ۱۶ تنه ملکيآن زخميان شوي او دوه تنه پولیس زخميان دي چې شفاخانه ته انتقال شوي."

بل خوا د همدې پېښې د ځای اوسیدونکي وايي، دوی هره شېبه په ویره کې تېروي.

دوی وايي، په سيمه کې د قونسلګری شتون دا سیمې ناامنې کړي او په دا ډول پيښو کې اصلي زیان عامو خلکو ته رسیږي:

"ددوی لپاره باید سم ترتیبات ونیول شي په غریبو خلکو دې دا قونسلګری دې نه ساتي.زما غوښتنه دا ده چې دا باید له ښاره لېرې وویستل شي دلته د دوی ټول ضرر ملکي خلکو ته دی."

د ویلو ده چې له دې مخکې همدې سیمې ته نیږدې د پاکستان قونسلګری ته څيرمه هم ځان وژونکی برید او وسله واله نښته رامنځته شوې وه چې په پآيله کې د سیمې عامو خلکو او امنيتي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG