د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

سرنوشت: امنیتي ځواکونه ولې سیمې پرېږدي؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې د بهیر او له ځنیو سیمو څخه د افغان ځواکونو د وتو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

چراغ:

چراغ خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي له وسله والو طالبانو سره به د سولې مستقیمې خبرې روانه اونۍ پيل شي.

د چراغ په سرمقاله کې راغلي، که څه هم افغان حکومت په دې اړه امیدواري لري، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي ویلي، هغه څه چې په کابل کې تېريږي، دوی پرې خبر نه دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، تر اوسه بشپړ باور نشته چې وسله وال طالبانو به د سولې مستقیمو خبرو ته حاضر شي.

لیکوال ټینګار کوي د څلور اړخیزو خبرو ګډونوال په ځانګړې توګه امریکا او چین باید په پاکستان فشار راوړي چې د وسله والو طالبانو رهبران د سولې مېز ته کېنوي.

کابل پوسټ:

د کابل پوسټ ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، د سولې په خبرو کې د ترکمنستان د کوربتوب انتخاب ښه پرېکړه ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ملي وحدت حکومت ته اړینه ده چې په دغه هېواد کې د سولې خبرو ته ورشي.

بل خوا کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو د افغانستان په لوېدیځ کې د افغان ځواکونو له خوا د ځینو سیمو په پرېښودو باندې لیکنې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې د ملي شورا د ځینو استازو په حواله لیکلي د امنیتي ځواکونو له لوري د ځینو ولسوالیو پرېښودل قصدي دي.

وړاندې په مطلب کې راغلي داسې هڅې پېل شوې چې د پرشاتګ په نوم د مختلفو ولایتونو یوشمېر ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته پرېښودل شي، د لیکوال په باور دغه کار به په راتلونکې کې ګڼې ستونزې راپورته کړي.

دوې اوونۍ وړاندې افغان ځواکونه له موسی کلا او انوزاد ولسوالیو څخه ووتل او وړمه ورځ یې د ارزګان سراب ولسوالۍ هم پرې اېښې ده.

د سرمقلې د لیکوال د معلوماتو له مخې، په شمال کې د ملېشه جوړونې بهیر ګړندی شوی، په ختیځ کې د داعش ډونډوره روانه ده، په جنوب لویدیځ کې طالب ته د سیمو سپارلو اوازې خپرې دي.

د ویسا د لیکوال په باور که د دې ټولو بشپړ تصویر مخ ته کېږدو معنی یې داده چې خدامه کړه افغانستان د پردیو د موخو لپاره ونډۍ ونډۍ شوی دی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې په سرمقاله کې پوښتنه کړې امنیتي ځواکونه ولې سیمې پرېږدي؟

سرمقالې خپلې پوښتنې ته ځواب کې لیکلي دا چاره یوازې وسله والو ته د جغرافیې د ورکولو په معنی ده چې دا جغرافیه به جنګي هم نه وي بلکې د وسله والو مخالفاینو لپاره به د امن خوندي سیمه وي.

لیکوال وړاندیز کوي که دا کومه سیاسي لوبه وي نو باید ودرول شي ځکه دا د افغانستان د ویش په معنی ده.

XS
SM
MD
LG