د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۹

د ایران په انتخاباتو کې اکثریت چا ترلاسه کړ؟


د ایران په وروستیو انتخاباتو کې منځ لارو اکثریت ترلاسه کړ. دغه انتخابات د خبرګانو د مجلس او د پارلمان د غړو د ټاکلو لپاره ترسره شول.

د خبرګانو مجلس چې ۸۸ کرسۍ لري او غړي یې د اتو کلونو لپاره ټاکل کېږي د ایت الله خامنه اي په ځای د ایران بل ستر مذهبي لارښود ټاکلی شي.

۷۶ کلن ایت الله خامنه اي په ۱۹۸۹ کال کې د ایت الله خمیني تر مړینې وروسته د ایران ستر مذهبي لارښود وټاکل شو چې تر ټولو لوړ صلاحیت لري.

ایت الله خامنه اي چې یو کال مخکې یې د پروستات د سرطان عملیات وکړل په دې وروستیو کې یې د روغتیا په هکله اندېښنې ګڼې شوي دي.

اوس په ایران کې دوه سیاسي جریانونه لیدل کېږي. یو خوا محافظه کاران دي چې لوېدیځ سره د نږدې کېدو مخالفت کوي او بلخوا ازادي پلوي منځ لارې دي چې نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د پراخوالي غوښتونکي دي.

رضا علي جاني، د ایران د سیاسي مسایلو کارپوه چې په فرانسه کې اوسي د منځ لارو د بري په هکله یې آزادي راډیو ته وویل:

"که چېرې یوه ورځ ایران داسې یو لور ته ولاړ شي چې د خبرګانو مجلس نوی ستر لارښود وټاکي او په ایران کې یو منځ لاری ستر لارښود رامنځته شي نو دا به ځکه یوه لویه پېښه وي چې د ایران د اساسي قانون سره سم، ستر لارښود ډېر لوی صلاحیت لري چې جمهور رئیس او پارلمان سره د مقایسې وړ نه دي."

د خبرګانو مجلس چې اکثریت غړي یې ملایان دي د هېواد ستر مذهبي لارښود هم ټاکلی او هم یې لیرې کولای شي. دغه مجلس سره له دې چې د ستر مذهبی لارښود پر سیاستونو د انتقاد صلاحیت لري خو له تأسیس راهیسې یې تل د هغه پیروي کړې ده.

د ایران ستر مذهبی لارښود سره له دې چې تر ټولو زیات واک لري خو صلاحیتونه یې مطلق نه دي.

اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په خپل رپوټ کې لیکي سره له دې چې د مجلس خبرګان غړي تر سیاسي اختلافاتو باید اوچت وي خو دوی اوس په دوه لویو ډلو وېشل شوي دي، د جمهور رئیس حسن روحاني او پخواني جمهور رئیس هاشمي رفسنجانی منځ لارې ملاتړي او د ایت الله احمد جنتي تندلاري پلویان.

حسن روحانی، هاشمی رفسنجانی او احمد جنتي په تېرو انتخاباتو کې په مجلس خبرګان کې خپلې کرسۍ وساتلې.

مجلس خبرګان چې په ۱۹۸۹ کال کې یې د ایران د اسلامي انقلاب د مشر ایت الله خمیني تر مړینې وروسته یوازې یو ځل د ایران ستر مذهبي لارښود ټاکلی دی، اکثرې پرېکړې او تصامیم یې پټ وي او د پردې تر شا د ایران د خلکو د شخصی او ټولنیز ژوند څارنه کوي.

خو هاشمي رفسنجاني په تېر ډېسمبر میاشت کې دغه دود مات کړ او وویل چې د دغه مجلس یوې کمېټې د هغو کسانو د نومونو یو لېست جوړ کړی چې کېدای شي د ایت الله خامنه اي ځای ونیسي.

که چېرې ایت الله خامنه اي مړ شي او یا د کار توان له لاسه ورکړي مجلس خبرګان به غونډه کوي او په اکثریت د رأیو به یې په ځای بل کس ټاکي.

XS
SM
MD
LG