اصلاح غوښتونکو د ایران په پارلماني انتخاباتو کې چې نتایج یې پرون اعلان شول د پام وړ بریا ترلاسه کړې ده.
په پلازمېنه کې منځلارو او اصلاح غوښتونکو د پارلمان تقریباً ټولې څوکۍ ګټلي او په ځینو سیمو کې تندلاري مذهبي مشران د خپلو سیټونو په ګټلو کې پاتې راغلي دي.
میلیونونه ایرانیانو د جمعې په ورځ د ایران د پارلمان د ۲۹۰ استازو او د خبره ګان په نوم له مذهبي مشرانو د جوړې شورا د غړو د غوره کولو لپاره په انتخاباتو کې ګډون وکړ.
د انتخاباتو نتایج چې تېره شپه اعلان شول ښيي چې د منځلاري ولسمشر حسن روحاني پلویانو په پارلمان کې د پلازمېنې تهران اړوندې ټولې ۳۰ څوکۍ ګټلي دي.
د رأیو شمېرل پرون د شپې تر ناوخته پورې روان وو او نتایجو یې همداراز وښوده چې د خبره ګانو په نوم په ځواکمنه شورا کې منځلارو کاندیدانو د خپلو سیالو تندلارو په وړاندې د پام وړ بریا ترلاسه کړې.
خبره ګان هغه شورا ده چې د دې هېواد راتلونکی ستر مذهبي مشر غوره کوي.
په دې ۸۸ کسیزه شورا کې ۱۶ څوکۍ د تهران برخه ده.
پخوانی ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني چې د ولسمشر حسن روحاني له متحدانو څخه دی په تهران کې تر نورو مخکې دی، روحاني په درېیم مقام کې دی.
مذهبي مشر احمد جنتي چې د شورای نګهبان په نوم د ځواکمنې شورا مشر دی ۱۵ مقام خپل کړی خو دوو مخکښو ملایانو- آیت الله محمد او آیت الله تقي مصباح یزدي خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي دي.
د راپورونو له مخې په یو شمېر سیمو کې رایې د منځلارو او تندلارو ترمنځ ویشل شوي او ځینو خپلواکو کاندیدانو هم څوکۍ ګټلې خو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د ایران په ځینو نورو سیمو کې تر۵۰ پورې څوکۍ یو څرګند ګټونکی نه لري او د معلومولو لپاره یې دوهم ځل انتخاباتو ته چې په اپریل یا مې میاشت کې ترسره کېږي اړتیا شته.
د ایران د پارلماني انتخاباتو په درشل کې اصلاح غوښتونکو له خلکو غوښتي و چې د اصلاحاتو پلوي ایتلاف او نسبتاً منځلارو کاندیانو ته چې د امید د لیست په نوم یاد شوي دي رایې ورکړي.
اصلاح غوښتونکي د ایران په انتخاباتو کې دا بریا په داسې حال کې ترلاسه کوي چې د مخورو او مخکښو اصلاح غوښتونکو په ګډون زرګونه نورو کاندیدانو ته د شورای نګهبان له خوا د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.