د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

ضیا: هڅه کېږي د طالبانو ټولې ډلې د سولې مذاکرو کې برخه واخلي


اسلام اباد وايي چې د افغانستان په لانجه کې له ټولو ښکېلو خواوو يې غوښتنه کړې چې د سولې په مذاکرو کې برخه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون څرګنده کړه چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د پيل لپاره په هڅو کې څلور واړه ښکېل هېوادونه غواړي چې طالبان د سولې په خبرو کې ګډون ته راضي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یوه لوړ رتبه چارواکي، د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ، ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د نومونو لست یې پاکستان ته استولی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په څلور اړخیزو مذاکرو کې ښکېل هېوادونه هڅې کوي چې د طالبانو ټولې ډلې قانع کړي څو د سولې په مذاکرو کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس ضیا پرون پنجشنبې په اسلام اباد کې وویل چې حکومت یې کوښښ کوي چې په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت لاره جوړه شي.

ضیا خبریالانو ته وویل چې له ټولو طالبانو د افغانستان د سولې په مذاکرو کې د برخې اخیستلو غوښتنه شوې ده.

ښاغلي ضیا زیاته کړه:

"څلور هېوادونه چې په څلور اړخیزو مذاکرو کې ګډون لري، افغانستان، پاکستان، چین او امریکا یو ډول او د خپل توان په چوکاټ کې هڅې کوي چې له دې بهیر سره مرسته وکړي، هغوی د طالبانو له ټولو ډلو سره د اړیکو ټینګولو کوښښ کوي څو هغوی مذاکرو ته راولي، زه دا هم غواړم ووایم چې ټولو طالبانوته د ګډون بلنه ورکړ شوې او یقین لرم چې ټول هېوادونه هڅې کوي چې په دې مساله کې ټولې ښکېلې خواووې مذاکرو ته قانع کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدا راز څرګنده کړه چې هېڅ لوری به د مذاکرو تر رسمي پيل مخکې، شرطونه نه ږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د حکومت یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د لږترلږه ۱۰ طالبانو نومونه د حکومت له لوري، پاکستان ته استول شوي چې د سولې په مذاکرو کې خبرو ته یې قانع کړي.

دې حکومتي سرچینې چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې خبرې کولې، پرون ازادي راډيو ته وویل چې دا ۱۰ تنه د طالبانو په کړیو کې ښه نفوذ لري او د سولې په مذاکرو کې د هغوي حضور کولای شي چې د سولې له بهیر سره ډېره مرسته وکړي.

دا چې د طالبانو دا لس تنه څوک دي، نه ده څرګنده شوې.

د دې سرچینې په حواله، د افغانستان د حکومت له لوري په وړاندې شوي لست کې کسان به د حقاني د شبکې په ګډون د حکومت د وسله والو مخالفینو د بېلا بېلو ډلو استازیتوب کوي.

د حکومت او طالبانو د مذاکرو په اړه وروستۍ څلور اړخیزه غونډه د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې وشوه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې پاکستان دا۱۰ تنه د مذاکرو مېز ته راولي.

دې چارواکي که څه هم نور جزئیات نه دي ورکړي خو ازادي راډيو ته یې ویلي چې افغان حکومت د دې ۱۰ کسیز لست د جوړولو لپاره ډېرې هڅې وکړې څو د طالبانو هغه کسان ورته غوره کړي چې د ډېر اعتبار خاوندان دي.

طالبانو تر اوسه د دې کسانو په اړه چې له افغانستان، پاکستان، امریکا او چین سره د سولې په مذاکرو کې د ګډون لپاره انتخاب شوي، څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل چې که طالبان د سولې مذاکرو ته تیار نه شي، له امریکا، چین او پاکستانه به د هغوی پر ضد، د پوځي اقدام غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG