په ایران کې نن جمعه د پارلمان ۲۹۰ چوکیو او د خبره ګانو شورا د استازو د ټاکلو لپاره انتخابات کېږي.
د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي، د هغو کسانو په ګډون چې حاکم رژیم نه مني، له ټولو ایرانیانو غوښتنه کړې چې په نړیواله ټولنه کې د خپل هېواد د سر لوړۍ لپاره په نننیو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
په ایران کې نن د پارلماني انتخاباتو لپاره د راییو ورکولو ۱۰۰۰ حوزې په پام کې نیول شوې دي.
د راییو مرکزونه به نن سهار د تهران په وخت په اتو بجو چې د کابل په وخت له نهو بجو سره برابرېږي، پرانیستل شي.
نظر پوښتنې داسې څرګندوي چې ښايي د ایران له ۵۵ میلیونه وګړو چې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، له ۶۰ تر ۷۵سلنې ترمنځ خلک رایې واچوي.
د رایې اچولو مرکزونه به نن ماښام د تهران پر وخت شپږ بجې وتړل شي.
ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د حسن روحاني تر بریالیتوب وروسته، اصلاح غوښتونکي پارلماني انتخاباتو ته سترګې په لار دي او دا دوهم ګام ګڼي.
حسن روحاني چې له نړیوالو قدرتونو سره د اټمي موافقې د لاسلیک له امله یې په ایران کې محبوبیت زیات شوی، یوازې یو بل کال په قدرت کې پاتې کېدلای شي.
دا پارلماني انتخابات به د هغه د ملاتړ د دوام ازموینه وي.
په ایران کې د انتخاباتي کمپاین رسمي وخت د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
د ایران شورای نګهبان لږترلږه ۴۸۴۴کسانو ته اجازه ورکړې چې په پارلماني انتخاباتو کې ځانونه کاندید کړي.
په همدې ورځ به د خبره ګانو شورا لپاره لږترلږه ۱۶۱ کسان چې شوراي نګهبان تایید کړي، په انتخاباتو کې ودرېږي.
په امریکا کې د نظر پوښتنې یوې ادارې "اي پز" داسې اټکل کړی چې د ایران د کورنیو سیاسي کړیو تر۲۰ سلنې زیاته برخه د اصلاح غوښتونکو پلوي کوي.
شورای نګهبان د اصلاح غوښتونکو زیات کاندیدان او یو شمېر خپلواک کاندیدان په انتخاباتو کې له برخې اخیستلو منع کړي دي.