د فوټبال وتلي ستوري لیونل مېسي خپل پنځه کلن افغان مینه وال مرتضی احمدي ته یو توپ او یو کمیس چې د ده لاسلیک پرې شوی، ډالۍ کړل.
دا خبر د یونسف یا ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق چې لیونل مېسي یې د حسن نیت سفیر دی، په ټوېټر پاڼه کې خپور شوی دی.
په خبر کې راغلي چې لیونل مېسي له دغه افغان ماشوم سره د هغه د خوبونو په پوره کېدو کې مرسته وکړه.
مرتضی احمدي د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې دی چې څه موده مخکې یې په ټولنیزو رسنیو کې عکس خپور شو.
په دغه عکس کې مرتضی یوه پلاستیکي کڅوړه اغوستې وه چې د مېسي نوم او لسمه شمېره پرې لیکل شوې وه چې بیا وروسته دا عکس تر مېسي پورې ورسېد.
د ازادي راډيو هم د مرتضي احمدي په اړه ځانګړی وېډیویي راپور برابر کړی و او د هغه د خوبونو په پوره کېدو کې یې ورسره مرسته وکړه.