د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

ايرانيان: له انتخاباتو وروسته به د دې هېواد اقتصاد ښه شي


ايرانيان تمه لري چې د پارلماني او مجلس خبره ګان لپاره له انتخاباتو وروسته به د دې هېواد اقتصادي وضعيت ښه شي.

ټاکل شوې ده ياد انتخابات سبا د فبرورۍ مياشتې په شپږويشتمه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران د اټمي موافقې وروسته د لويديځ هېوادونو له خوا پر ايران لګول شوي بندیزونه په تدريجي ډول لېري کيږي.

د فبرورۍ په شپږويشتمه نېټه په ايران کې پارلماني انتخابات او د مجلس خبره ګان لپاره ټاکنې ترسره کيږي.

د ايران مخکښ کانديد محمد رضا عارف روانه اوونۍ ويلي چې که دده لور دغه پارلماني انتخابات وګټي، دی به د ايرانيانو لپاره د کار زمينې برابرولو په خاطر د بهرنيو او کورنيو پانګو زياتولو ته هڅې وکړي چې د هېواد اقتصادي ستونزې يې حل شي.

ايران اتيا میلیونه نفوس لري او شپېته فيصده نفوس يې تر دېرش کاله کم عمر لري. په دغه هېواد کې لومړۍ اندېښنه د ځوانانو بې کاري ده.

په تهران کې يوه محصل، سید رويټرز خبري اژانس ته ويلي:

"لکه تاسو چې پوهېږئ، ايران د ځوانانو زيات نفوس لري او هغوی ډیرې ستونزې لري. له هغو ستونزو څخه يوه دا ده چې ډېری لوستي کسان بې کاره دي او ډېر خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. په پارلمان کې بايد کورونه، اقتصاد او د کار زمينه برابرول لومړيتوب ولري. زما په فکر خلک له سياسته ستړي دي."

له دوولس زرو ثبت شوېو کانديدانو څخه شپږ زره دوه سوه او نهه ويشت په مجلس کې د دوه سوه او نيوي چوکيو لپاره برخه اخلي او د پارلمان په انتخاباتو کې يو سل او شپږ شپېته کانديدان د اته اتیا چوکيو لپاره برخه اخلي.

شورای نګهبان له دغو دوولس زرو ثبت شوېو کانديدانو څخه نیم کسان نامناسب اعلان کړل.
دغه نامناست اعلان شوي هغه اصلاح غوښتونکي کانديدان وو چې د شورا په خبره يې وفاداري تر پوښتنې لاندې راغلې.

د تهراين یوه اوسېدونکي علي رويټرز خبري اژانس ته ويلي:

"اوس مهال تر ټولو مهمه مسئله د اوسېدونکو د ژوند د اسانتياوو ده. دوی د ژوند بنسټيزو اسانتياوو ته اړتيا لري. خو له بده مرغه زموږ هېواد له انفلاسيون سره مخامخ دی. حکومت ادعا کوي چې دا شمېره يې لس فيصده کمه کړې ده او ښايي دا ريښتيا وي خو وګړي هيڅ پيسې نه لري."

مجلس خبره ګان يوه تحليلي کمېټه ده چې په کې ملايان برخه لري.

دغو ملايانو ته مجتهد ويل کيږي چې د اتوکالو لپاره انتخابيږي او د ايران د سترمهذهبي مشر د ټاکلو، له دندې ګوښه کولو او انتخابولو صلاحيت لري.

XS
SM
MD
LG