د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۳

په ایران کې د "شیوع" سیریال د افغانانو غوسه پارولې

د ایران د دولتي ټلویزون یوه سیریال د افغانانو غوسه پارولې ده.

منتقدان وايي، د شیوع یا خپریدل په نوم دا سیریال به د هغو افغانانو پرضد کرکه پورته کړې چې په ایران کې ژوند کوي.

د ایران دولتي تلویزون د روانې فبروری میاشت په شلمه نېټه د شیوع یا خپریدل په نامه د یو سیریال خپرول پیل کړ.

دا سیریال د یوه افغان کیسه کوي چې بیالوژیکي ویرس لري او د امریکا له خوا ایران ته استول شوی دی.

د ایران د دولتي ټلویزون دې سیریال د زیاتو افغانانو غصه او سخت عکس العمل پارولی دی.

په دې سیریال کې د ایران د سازمان دفاع خودي ځواک د یوه ځوان ډاکتر په واسطه چې د دغه افغان درملنه کوي، دا بیا بیالوژیکي حمله خنثې کوي.

ویل کیږي چې د ایران د سازمان دفاع خودي ځواک چې تر دې مخکې يې پر ایران د سایبر او بیولوژیکي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی، د دې تلویزوني سیریال په جوړولو کې رول لوبولی دی.

د دې سیریال منتقدان وايي، دا به په ایران کې د میشتو شاوخوا درې میلیونو افغانانو پر وړاندې چې یو شمېر يې په قانوني او ځیني يې په غیر قانوني توګه دغلته اوسیږي، کرکه او تاوتریخوالي پورته کړي.

افغانانو د ټولنیزو شبکو له لارې پر ټولنیزو عقایدو د دې سیریال د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

یو افغان پر فسبوک لیکلي:

دا سیریال پر ټولنیزو عقایدو منفي اغیز کوي او خلک هڅوي چې افغانانو ته د جاسوسانو په سترګه وګوري.

یو بل افغان بیا لیکلي :

زه افغان یم، د دې سیریال جوړونکي بل هیڅوک پیدا نه کړچې سپکاوی يې وکړي ،دا ډیر د شرم ځای دی.

د فعالانو یوې ډلې په کابل کې د ایران سفارت ته په دې اړوند یو لیک استولی چې دا سیریال يې په کې غندلی دی.

د ایران په داخل کې ځینو کړېو او ان د دې هېواد سخت دریځو هم د شیوع په نامه سیریال پر وړاندې عکس العمل ښودلی دی.

د ایران د سخت دریځو یوه خبري اژانس تسنیم ویلي چې دا سیریال په ټولنه کې ژوره اندیښنه زیږوي.

خو د شیوع سیریال جوړونکی بیژن شیرمرز فارس خبري اژانس ته ویلي چې د دې سیریال د ۱۲ برخو په لیدلو سره به منتقدان پوه شي چې په دې کې افغانانو ته سپکاوی نه دی شوی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG