د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

په ایران کې به د فبرورۍ په ۲۶مه انتخابات وشي


په ایران کې به د فبرورۍ په ۲۶ د جمعې په ورځ د پارلمان ۲۹۰ څوکیو او د خبره ګانو شورا د استازو د ټاکنې لپاره انتخابات وشي.

د ایران سترمذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، د هغو کسانو په ګډون چې په دې هېواد کې حاکم رژیم نه مني، له ټولو ایرانیانو غوښتنه کړې چې په نړېواله ټولنه کې د خپل هېواد د سر لوړۍ لپاره په را روانو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

په ایران کې ګڼ شمېراصلاح غوښتونکي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په انتخاباتي بهیرونو کې له ګډونه لېري ساتل شوي، د رایې ورکولو ته تیاري نیسي.

په تهران کې میشت سوداګر کاظم پر انسټګرام لیکلي چې په ټاکنو کې د ده او نورو ورته کسانو نه ګډون د تحریم معنی نه لري. کاظم ویلي چې وروستی وار یې په ۱۹۹۷ کال کې په ټاکنو کې پخواني ولسمشرمحمد خاتمي ته رائیه ورکړې ده. دی په ایران کې انتخاباتي بهیرونه د خندا وړ ډرامه ګڼي چې په دې هېواد کې د ملایانو حاکمیت ته مشروعیت ورکوي.

ده ازادي راډیو ته ویلي:

"زه وروسته وپوهیدم چې د موجود سیسټم تر واکمنۍ لاندې به هیڅ بدلون هم ونه لیدل شي."

کاظم ویلي چې هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې له ده څخه د وسیلې په توګه کار واخلي.

خو د تهران یو اوسیدونکی رضا چې خپل اصلي نوم یې نه دی څرګند کړی، وايي چې د پارلمان او د خبره ګانو شورا په ټاکنو کې ګډون ډير مهم دی.

رضا دا منلې چې په ایران کې ټاکنې د عادلانه ټاکنو له نړېوالو شرایطو سره نه برابریږي خو استدلال کوي چې لږ تر لږه په رژیم کې دننه، رقابت ته لاره هوارولای شي.

اصلاح غوښتونکي د ایران انتخابات هغه مبارزه ګڼي چې د اسلامي رژیم برخلیک به بدل کړي.

د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د حسن روحاني تر بریالیتوب وروسته، اصلاح غوښتونکي پارلماني انتخاباتو ته سترګې په لار دي او دا دوهم ګام ګڼي.

حسن روحاني چې له نړېوالو قدرتونو سره د اټمي موافقې د لاسلیک له امله یې په ایران کې محبوبیت زیات شوی، یوازې یو بل کال په قدرت کې پاتې کیدلای شي. دا پارلماني انتخابات به د هغه د ملاتړ د دوام ازموینه وي.

د ایران شوراي نګهبان لږ تر لږه ۱۲ زره کسانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په انتخاباتو کې د کاندیدانو په توګه رامخکې شي.

دا کسان تر ډیره حده اصلاح غوښتونکي وو او د ایران حکام رژیم ته د هغوي پر وفاداري شک موجود وو.

شوراي نګهبان د دې هېواد د پارلمان ۲۹۰ څوکیو ته د ۶۲۰۰ کاندیدانو نومونه تائید کړي دي.

XS
SM
MD
LG