د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۴

"د بشري حقونو په اړه روښانه میکانېزمونه په پام کې نه دي نیول شوي"


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د بخښنې نړېوال سازمان هغه راپور تاییدوي چې په افغانستان کې یې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو یاد کړی دی.

د دې کمېسیون مسولین په دې باور دي چې افغان حکومت د بشري حقونو وضعیت د ښه کیدو لپاره روښانه میکانیزم نه لري.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو ترمنځ د وسله والو شخړو زیاتیدو سره په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت د خرابیدو اندیښنې هم ډیرې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت له اندیښنې ډک بولي وايي چې دوی د وضعیت د لاخرابیدو په اړه د بخښنې د نړېوال سازمان راپور تاییدوي.

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان حکومت له خوا د بشري حقونو د ساتنې لپاره کله هم روښانه میکانېزمونه په پام کې نه دي نیول شوي.

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي تلفاتو په زیاتیدو اندیښمن دی په ټوله کې له دې اړخه هم چې تر اوسه هم د ملکي تلفاتو د کمیدو لپاره یوه روښانه میکانیزم نشته له دې سره چې د وزیرانو او امنیت له شورا رسمي اعلاميې صادرې شوي دي."

د بخښنې نړېوال سازمان هم په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له زیاتیدو سره ویلي چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابیدو دی.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي چې د بشري حقونو وضیعت ترډېره په شمال ختیځو، مرکزي، ختیځو او جنوب لویدیځو ولایتونو کې اغیزمن دی.

بل خوا اجرایه ریاست بیا وايي دا چې هېواد له جنګ سره مخ دی له دې امله د خلکو ډير حقونه اغېزمن شوي دي.

د اجرایه ریس یو ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت ژمن دی تر څو په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ښه کیدو ته کار وکړي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"افغان حکومت د یوه مسول بنسټ په حیث دنده لري چې د خلکو د ځان او مال څخه ساتنه وکړي، تېر کال د ټولو امنیتي ګواښونو سره افغان ځواکونه وتوانیدل چې له نوي مهارتونو سره د ملکي خلکو ژوند ته ډیره پاملرنه وکړي او په همدې ډول د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له عمره کم خلک نشته."

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې حکومت د ملکي تلفاتو د کمیدو او زیانمنو خلکو ته په وخت د رسیدو یوه جامع طرح ترتیب او د هغې د پلي کیدو زمینې برابروي.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود وايي چې د وسله والو مخالفینو او افغان حکومت ترمنځ ډيرې جګړې په اوسیدونکي سیمو کې وي چې د عامو خلکو څخه د ډال په شکل استفاده کیږي.

هغه وايي چې دا کار د ټولو نړیوالو او جنګي قوانینو خلاف دی چې باید دواړه لوري ورته ډیره پاملرنه وکړي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG