افغانستان
اتمر: د افغان پوځیانو پیاوړتیا د سولې د روانو هڅو ضمانت کوي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي چې د افغان پوځیانو پياوړتیا او له هغوی سره د بېلابېلو هېوادونو همکاري د سولې له هڅو سره په ټکر کې نه راځي.
محمد حنیف اتمر نن په کابل کې د روسیې له خوا له افغان پوځیانو سره د زر میله کلاشینکوفونو د ورکړې په مراسمو کې وویل چې د افغان پوځیانو پياوړتیا د سولې د بهیر د دوام ضمانت کوي.
ښاغلي اتمر زیاته کړه:
"آیا د افغان دفاعي او امنیتي پوځیانو د پياوړتیا او همکارۍ پالیسي د سولې له هڅو سره په ټکر کې راځي، زه وایم چې قطعاً داسې نه ده، د افغان پوځیانو پیاوړتیا د سولې د روانو هڅو او بهیر د دوام ضمانت ورکوي."
ښاغلي اتمر همداراز د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې له وسله والو طالبانو سره د سولې مخامخ کېدونکو خبرو ته هم اشاره وکړه او د ټولو هېوادونو همکاري یې اړینه وبلله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو لاسوهنه؛ د خوړو نړيوال سازمان په غور کې د مرستو بهیر وځنډاوه

د خوړو نړیوال سازمان په غور ولایت کې د دویم ځل لپاره د بشري مرستو د ځنډولو خبر ورکوي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني نن د مې ۳۰ مه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "په تېرو څو میاشتو کې د مرستې رسولو په چارو کې د طالب چارواکو د مداخلې له کبله مجبوره شو چې په غور ولایت کې فعالیتونه ودرو."
نوموړي وويل: "د روان کال د جنورۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو په غور ولایت کې د ټولو بشري مرستو د وېش لړۍ په موقت ډول وځنډوله، وروسته له دې چې د سیمهییزو چارواکو د نه مداخلې په اړه تضمینونه ترلاسه شول، د بشري مرستو رسولو لړۍ بیا پیل شوه، د اپرېل په میاشت کې د مداخلې نوې هڅې ولیدل شوې چې له امله يې فعاليتونه بيا ودرول شول."
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند زیاته کړه، اوسمهال یوازې ګرځنده ډلې په غور کې خوارځواکو ماشومانو او شیدو ورکوونکو میندو ته خوراکي مرستې رسوي.
'ډبلیو ایف پي' اټکل کوي چې د روان کال له مې څخه تر اکټوبر پورې به په غور ولایت څه باندې ۴۷۰ زره کسان د خوړو له کمښت سره مخامخ شي.
د بخښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د بشري جنايتونو په خاطر مسوول وګڼل شي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان د هغه څه په اړه چې بشري جنایت بلل کېږي، مسوول وګڼل شي.
په هغه راپور کې چې نن د مې ۳۰مه د دې سازمان لهخوا خپور شوی پهکې راغلي، اوسمهال په افغانستان کې ښځې په کاري، ټولنیزو او زدهکړو برخو کې له محدودیتونو سره مخامخ دي.
په راپور کې راغلي، ښځې نه پرېښودل کېږي چې د خپلو دې حقونو لپاره سولهییز لاریونونه وکړي.
راپور کې د طالبانو لهخوا پر ښځو د حجاب پر مسئله هم نیوکه شوې ده.
تر اوسه طالب چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان د دې راپور په اړه تبصره نهده کړې.
په تېرو څه باندې ۲۱ میاشتو کې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې دي، د ښځو پر کار او زدهکړو سربېره ښځو ته اجازه نهده ورکړې چې خپل ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي.
په کندهار کې وسلهوالو يو سوداګر وژلی

نامعلومو وسلهوالو پرون دوشنبه په کندهار ښار کې د خیرالله په نوم یو سوداګر په ډزو ویشتلی او وژلی دی.
دا پېښه د څوارلسمې حوزې اړوند په عیدګاه دروازه کې شوې ده.
عیني شاهدان وایي، وسلهوال چې پر موټر سایکل سپاره وو له سیمې تښتېدلي دي.
یوه سرچینه چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي ازادي رادیو ته وویل، وژل شوی سوداګر د کندهار ښار د اتمې حوزې اوسېدونکی و.
په کندهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
تر اوسه د پېښې انګېزه نهده معلومه.
کاظمي: ايران د ۶۳ سلنه افغان کډوالو کوربه دی

د ایران د عدلیې د وزیر مرستیال علي کاظمي وايي، هېواد یې د ۶۳ سلنه افغان کډوالو کوربه دی.
د ایران نیمه رسمي مهر خبري اژانس پرون د کاظمي له قوله راپور ورکړ چې نوموړي له نړیوالو مرستندویه مؤسسو وغوښتل چې د افغان کډوالو د اړتیاو په هواري کې له ایران سره همکاري وکړي.
کاظمي دا خبره د ماشومانو د ساتنې په اړه په یوه سیمینار کې وکړه.
هغه زیاته کړه چې په ایران کې د جګړو او طبیعي پېښو له امله یو زیات شمېر افغان کډوالو پناه اخیستې ده.
کاظمي ټینګار وکړ چې ایران له رنګ، نژاد، قومیت، توکم او مذهب پرته له افغان مهاجرینو سره په ځانګړې توګه د دغو مهاجرینو له ماشومانو سره ښه چلند کوي.
په همدې حال کې په ایران کې یو زیات شمېر افغان کډوال تل د ایراني چارواکو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.
په وروستیو کې ان دغو افغان کډوالو شکایت کړی چې د وچې ډوډۍ کارتونه هم نه ورکول کېږي.
هیدربار: د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د چارو مرستیاله هیدربار ويلي، د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري.
هیدربار د ناروې د کډوالو د شورا د مشر یان ایګلند وروستیو څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې دي، د طالبانو چارواکو چې ده ورسره په وروستي سفر کې په کندهار او کابل کې لیدلي، ډاډ یې ورکړی چې د ښځو د کار او زدهکړې لپاره به ملي تګلاره ډېر ژر نهایي شي، وایي، د طالبانو ژمنې ارزښت نهلري.
هیدربار نن دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، دا هیلهمنه ده چې طالبان دا کار وکړي، خو زیاتوي په تېر څه باندې یو نیم کال کې دوی ژمنې کړي چې نجونې به پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي، خو په دې برخه کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي، بلکې لا پر دوی محدودیتونه زیات شوي دي.
هیدربار وایي، طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په موده کې هم ورته ژمنې کړې وې چې عملې نهشوې.
د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځیو ته له تلو او نجونې او ښځې یې هم له پوهنتوني زدهکړو منع کړي دي.
بدني ښکلا؛ بهر مېشتي افغان لوبغاړي 'زمري احمدي' د سرو زرو مډال ګټلی

د افغانستان د بدني ښکلا او فزیکي تکړښت فدراسیون خبر ورکړی چې بل افغان لوبغاړي زمري احمدي هم د بدني ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی.
دغه سیالي د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه په پولنډ کې ترسره شوې ده.
یاد فدراسیون زیاتوي، زمری احمدي چې په سویډن کې مېشت دی له څو کلونو راهیسې د بدني ښکلا او فزیکي تکړښت په برخه کې سیالۍ کوي او دا مډال یې مهمه لاسته راوړنه ده.
د ویلو ده چې د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د پولنډ د بدني ښکلا په سیالیو کې بل بهر مېشتي افغان لوبغاړي شریف علي خان هم د سرو زرو مډال ګټلی و.
په لغمان کې تر دوه زره ډېرو مېرمنو ته د کورنیو باغچو توکي برابر شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په لغمان ولایت کې څه باندې دوه زره مېرمنو ته د کورنیو باغچو توکي برابر کړي دي.
دغې ادارې نن دوشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا ۲۰۵۸ هغه مېرمنې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورله غاړې ده.
دوی د دغه ګام هدف د غذایي خوندیتوب پیاوړتیا بللې ده او په خبره یې مالي مرسته یې د اسیا د پراختیا بانک ورکړې ده.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۳م کال کې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړيوال پروګرام په لغمان کې مېوه لرونکي نيالګي کېنولي

د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبليوایفپي په لغمان کې د غونډیو په لمنو کې د مېوه لرونکو نیالګیو د کېنولو خبر ورکوي.
د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د اروپایي کمېسیون د جرمني د فدرالي پراختیا وزارت او د اسیا پراختیا بانک په مالي مرستو یې د ججوبي یا عناب مېوې نیالګي په درې نیم سوه هکتاره ساحه کې کېنولي چې غونډۍ له سولیدو او وچکالۍ وساتي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دغو نیالګیو د کېنولو لپاره په کور دننه له بېځایه شویو شپږ سوه کورنیو څخه چې د خوړو خوندیتوب یې نه درلود، کسان غوره شوي وو.
د دې پروګرام په وینا د ګډونوالو شل سلنه یې ښځې وې.
په بدخشان کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژلی

په بدخشان کې د طالبانو سیمهییز چارواکي د یوې ځوانې نجلۍ د ځانوژلو خبر ورکوي.
د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي چې د فیضاباد د شورابک د سیمې دغې اوسېدونکې چې د کوکچې سیند ته ځان غورځولی و، خلکو یې مړی پرون یکشنبې راوایست.
نوموړی د عیني شاهدانو په حواله وایي چې دغې ځوانې نجلۍ کورنۍ ستونزې درلودې.
په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي، خو د کورني تاوتریخوالي ترڅنګ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چې پر ښځو او نجونو یې د کار او زدهکړو په برخو کې سخت محدودیتونه لګولي، دغه وضعیت په تېره ډېرې ځوانې نجونې له روانې پلوه اغېزمنې کړې دي.
طالبانو په نیمروز کې له ایران سره د وریښمو سرحدي لار بېرته پرانیسته

په نیمروز ولایت د طالبانو چارواکي د وریښمو د پله چې افغانستان او ایران سره نښلوي د بېرته پرانيستلو خبر ورکوي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیب الله الهام وویل چې دغه پُل پرون یکشنبې بېرته پرانيستل شو.
د ایران او افغانستان ترمنځ د میلک په پوله کې دغه پُل د شنبې په ورځ د ایراني پوله ساتو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې تړل شوی و.
په دغه سرحدي شخړه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خپل یوه سرتېري وژل تایید کړي او د ایران د تسنیم خبري اژانس د ایران لور ته د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.