رباني:د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې کار حساسو پړاونو ته داخل شوی
د سولې د ټینګښت لپاره څلورمه څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون نن رسماً د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا سره پرانېستل شوه. صلاح الدین رباني په پرانیستونکې وینا کې له ګډون کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د روانې میلادي میاشتې ترپایته رسیدو مخکې باید له طالبانو سره د سولې د خبرو جزیات طرح کړي. ښاغلي رباني همدارنګه په دغه بهیر کې د پاکستان رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر همکارۍ هم ټینګار وکړ.