د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۵:۵۵

د پکتيا والي: په پکتيا کې د فساد جرړه ختمه وو


د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې په تېر نږدې وخت کې د يو شمېر نظامي او ملکي ادارو مامورين څارنوالۍ ته معرفي کړي او ډېر نور به هم د فساد په تور معرفي کړي.

والي ګواښ وکړ هغه کسان چې د فساد اسناد پرې موجود دي څارنواليو ته معرفي کوي او له خلکو څخه يې وغوښتل چې څارنواليو ته د معرفي شوېو کسانو د خلاصون سپارښتنې دې نه ورته کوي.

ښاغلي ارسلا زیاته کړه:

"هرهغه څوک چې په فساد کې ککړ دی، دا مې اعلان دی چې د مرکز له مشورې پرته يې همدلته عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کوو، تاسې به ليدلي وي چې په تېر څه وخت کې مې د لومړۍ حوزې او نورو ځينې کسان د فساد په تور عدليي ارګانونو ته معرفي کړي دي او زه په دې پوهېږم چې په تاسو به هم فشارونه وي او په موږ به وي چې دغه کسان خوشې کړو، خو دا کار نه کوو او مبارزه کوو چې د فساد مخه ډب کړو او غوښتنه مې دا ده چې ځان ټينګ کړو، که بېرته يې خوشې کوو نو بيا دا لار خرابيږي او خلک وايي چې ځه بيرته خوشې کيږو."

نوموړي دا هم وويل چې په ډېر نږدې وخت کې به د يو شمېر نورو ادارو مشران او مامورين په فساد کې د لاس لرلو په تور عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د والي په دې اقدام چې د فساد سره د مبارزې په لړۍ کې يې يو شمېر نظامي او ملکي مامورين عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، د پکتيا ولايتي شورا او قومي مخور ستايي او غوښتنه کوي چې دې لړۍ ته دوام ورکړي، د پکتيا ولايتي شورا غړی ډاکتر عالمير بهرامزوی:

"څرنګه چې دا اقدام په مرکز کې شروع شو او يو شمېر خلک يې د فساد په تور څارنواليو ته معرفي کړي دي، نو مننه ترې کوو او غوښتنه مو دا ده چې ډېر زيات نور په فساد ککړ خلک هم څارنواليو ته معرفي کړي او دغه لړۍ جاري وساتي، دلته د مافيا کړۍ دي او ضرورت دی چې نور هم څارنواليو ته وروپېژندل شي او موږ به هم په دې کې مرسته ورسره وکړو هم به معلومات او هم اسناد ورسره شريک کړو."

نوموړی دا هم وايي چې د دغو فاسدو چارواکو او مافيايي کړېو لاسونه ولسواليو ته هم رسېدلي دي او له ولايتي ادارې څخه په ولسواليو کې هم د مفسيدينو د نيولو غوښتنه کوي.

د پکتيا يو بل قومي مشر او د ولايتي شورا پخوانی ريس ښايسته جان احدي د والي دا اقدام ستايي او وايي چې د وړو چارواکو په معرفي کولو فساد له منځه نه ځي او په خبره يې ولايتي اداره بايد د لويو فسادونو مخه ډب کړي:

"د دې اقدام هرکلی کوو، خو په دې وړو مامورينو دغه ستونزه نه حل کيږي، لوی چارواکي هم بايد څارنواليو ته معرفي شي، تاسې همدا اوس وينئ چې د ګمرک له لارې لسګونه موټرونه پرته له دې چې وکتل شي، څه پکې بار دي مرکزي افغانستان ته تيريږي چې د دې مخه بايد ډب شي او و کتل شي چې ستونزه په کوم ځای کې ده، دغه ستونزه هوارول غواړي او که واقعاً د فساد مخنيوی کيږي نو بايد ډېر لوړ پوړي کسان د فساد په تور ونيول شي چې لا هم دا کار نه دی شوی."

د ده په خبره که دا کار دوام وکړي او د فساد مخه ډب شي، هم به په اداره کې اصلاحات راشي او هم به يې په خبره د فساد مخه نيول شوې او ښه حکومت داري به منځته راغلې وي.

والي دا خبره په داسې حال کې کوي چې درې مياشتې وړاندې يې د فساد اسنادو په لرلو سره د پکتيا معارف رياست، ځينې چارواکي، دوه اوونۍ وړاندې يې د ګمرک يو شمېر مامورين او د ګردېز د لومړۍ حوزې ځينې نظامي کسان قضايي او عدليي ارګانونو ته معرفي کړي دي.

داود تپان پکتيا

XS
SM
MD
LG