د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

کشمير کې د وسله والو په وړاندې عملیات درېیمې ورځې ته وغځېدل


د هندوستان لور ته په کشمير کې د شنبې د ورځې حمله د درېيمې ورځې لپاره وغځېده.

وروسته له هغې چې شپه مهال جګړه لږ ارامه شوه، پوځي کومندو او پوليسو په هغې پنځه پوړه ودانۍ باندې نوي عملیات پيل کړل چې د سخت دريځو له خوا نيول شوې وه.

د کشمیر مرکز سرېنګر ته نږدې له ودانيو سره نږدې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

په سیمه کې د هندوستان کومندو او پولیسو ويلي ښايي درې يا څلور سخت دريځي اوس هم په ودانۍ کې دننه وي چې په ټوپکو او لاسي بمونو سمبال دي.

د پوځ یوه افسر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې دا نښته د کشمير په عصري وختونو کې تر ټولو اوږده وه او دا له دې کبله چې ودانۍ ډېره لويه ده او امنيتي ځواکونو ته تلفات هم اووښتي. د دې افسر په وينا اوس امنيتي ځواکونه ډېر له احتياطه کار اخلي.

ډګر جنرال ستېش کمار دعا بيا داسې وايي:

"د وخت محدودیت نه لرو، هېڅ بيړه نه ده په کار. زموږ اصلي مقصد دا دی چې يقيني کړو چې نور تلفات ونه لرو. نو هېڅ بيړه نه شته. د دې ودانيو تصفيه چې هر څومره وخت اخلي، موږ به هغومره وخت ورکړو."

د کشمير جلا غوښتونکي د هندوستان په کشمير کې د دې هېواد له امنيتي ځواکونو سره له ۱۹۸۹ راهيسې په جګړه دي. هندوستان پر پاکستان تور پورې کوي چې د پاکستان لور ته په کشمير کې دغه ياغيان روزي او ورته وسلې ورکوي او وروسته يې د هندوستان لور کشمير ته لېږي خو پاکستان دغه ادعاوې ردوي.

حمله د شنبې په ورځ هغه وخت پيل شوه چې سخت دريځو پر يوه بس ډزې وکړې چې پوليس په کې سپاره وو. سخت دريځي وروسته په يوه روزنيز انسټېټیوټ ننوتل چې په کې تر ۱۰۰ زيات کسان وو.

درې هندي کومندو، دوه پوليس او يو ملکي د نښتې پر مهال ووژل شول.

ويل کېږي چې دا حمله د هغو وروستيو حملو سره ورته والی لري چې سخت دريځو په هندوستان کې کړي چېرته چې په وسلو سمبال او ښه روزل شويو سړو ودانۍ نيولي او له امنيتي ځواکونو سره يې د جګړې لپاره کارولي دي.

په دې وروستيو کې د شنبې د ورځې حملې ته ورته يوه حمله د هندوستان پر يوې هوايي اډې وشوه چې څلور ساعته يې دوام وکړ او د دې لامل شوه چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د سولې خبرې وځنډېږي.

هندوستان او پاکستان په ۱۹۴۷ کې له ازادي وروسته له درېیو څخه دوې جګړې د کشمير پر لانجه کړي. دواړه هېوادونه ادعا کوي چې بشپړ کشمير يې خپل دی. د دغو دوو هېوادونو تر منځ درېيمه جګړه د بنګله دېش پر جوړېدو شوې وه.

XS
SM
MD
LG