د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۴

د پکتیکا ښوونکي د پوهنې په ریاست کې له ستونزو شکایت لري


د پکتیکا ولایت یو شمېر ښوونکي شکایت کوي چې د پوهنې په ریاست کې د ستونزو او اختلافونو له کبله د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارې له ځنډ او خنډ سره مخامخې شوې دي.

ښوونکي زیاتوي، له څو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي اخیستي، د ښوونکو قراردادونه نه دی نوي شوي او یاد ریاست د چارواکو د سیالۍ په ډګر بدل شوی دی.

بل خوا د د پکتیکا د ولایت مقام چارواکي د ښوونکو ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي چې د پوهنې په ریاست کې کارونه په عادي بڼه روان دي او که ښوونکي ستونزې محسوسوي، نو کولای شي ولایت مقام ته ورشي.

د پکتیکا د ولایتي شورا بیا د ښوونکو ادعاوې سمې بولي او وايي چې د پوهنې د ریاست په چارو کې له داخل او بهره مداخلې کیږي او د ښوونکو د ستونزو د حلولو لپاره د دوی کوښښونو نتیجه نه ده ورکړې.

د پکتیکا ولایت دوه تنه ښوونکو نن د شنبې پر ورځ ازادي راډیو سره خپلې ستونزې داسې شریکې کړې:

"-کامران د پکتیکا د میټا خان لیسې یو تن ښوونکی یم، پوره یوه میاشت کیږي چې د پکتیکا د پوهنې په ریاست کې بې نظمي او بېکاري ډېره شوې ده، کارونه په ټپه ولاړ دي، د رئیسانو، د والي او وزیر صیب د مسابقې مرکز دی، څوک وايي رئیس تبدیل دی او څوک وايي چې ندی تبدیل او رئیس هم ندی خبر چې فعلاً رئیس دی او کنه؟

-نوم مې نور اغا د مرکز لیسې ښوونکی، د پوهنې د ریاست د بې نظمي او بې کفایتي له کبله د ښوونکو قرار دادونه ندي شوي، د جدي او دلوې معاشات پاتې دي."

د افتخار په نوم د پکتیکا د سروضې د لیسې یو بل تن ښوونکی وايي چې د ښوونکو له ستونزو يې د یادو لایت استازي همدارنګه د ولایت مقام چارواکي خبر کړي، خو هغوی کوم لازم اجراات ندی کړي.

دی زیاتوي، چارواکي باید په خپلو سلیقوي مسائیلو او اختلافونو کې ښوونکي له ستونزو سره مخامخ نه کړي.

"افتخار یم د سروضې د لیسې ښوونکی، موږ په خپلو مشکلاتو وکیلان او ولایت مقام خبر کړی چې د پکتیکا معارف حل کړئ، ښوونکي په مابین کې مه کړوئ، د پوهنې ریاست ته اهل کس ژر راپیدا کړئ، نور د پکتیکا د ماشومانو سره دښمني مه کوئ او الله نه وویریږئ."

د پکتیکا د والي ویاند نبي الله پیرخېل د ښوونکو یادې ادعاوې ردوي او وايي چې د پوهنې په ریاست کې ټولې چارې په عادي ډول پرمخ ځي او د ولایتي ادارې مشرتابه د پوهنې بهیر ته ځانګړې پاملرنه لري.

ښاغلي پيرخېل ښوونکو ته بلنه ورکړه چې دوی کولای شي، خپلې ستونزې ولایت مقام او یا نیغ په نیغه د پکتیکا له والي امین الله شارق سره شریکې کړي، تر څو د دوی ممکنه ستونزو ته حل لارې پیدا شي.

بل خوا د خوست د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري د ښوونکو ستونزې او د پوهنې ریاست په اداره کې اختلافونه مني او وايي چې پدې اداره کې د مسوولینو، مامورینو او ښوونکو تر منځ همغږي نشته.

ښاغلي بابري وايي، د پکتیکا د پوهنې له ریاست څخه په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د یاد ولایت استازي د خپلو ګټو د خوندي کولو او سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.

د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري وړاندې وايي چې د یاد ولایت د ښوونکو ستونزې او غوښتنې يې تر ټولو مسوولو ادارو او چارواکو رسولي، خو حل شوي ندي.

بابري ټېنګار کوي چې د نوي نسل د سالمې روزنې لپاره د پوهنې په سکټور کې باید د هر چا لخوا د هر ډول غیر قانوني مداخلې مخه ونیول شي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG