د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۶

د م.م له بدنامه لسته د افغان پولیسو د ایستلو پر موضع تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ملګرو ملتونو له بدنامه لسته د افغان پولیسو د ایستلو د موضوع په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ملګرو ملتونو په دغه لست کې د هغو دولتونو او ډلو نومونه شامل دي چې ماشومانو سره د ناسم چلند تر څنګ وسله ورکوي او په جګړو کې ورنه کار اخلي.

د سرخط د سر مقاله لیکونکي په ویناله ټولې نړۍ څخه په دغه لست کې ۵۱ ډلې او ۸ هېوادونه شامل دي او د افغانستان ملي پولیس هم په ۱۳۸۹ کال په دغه لست کې شامل شول.

په سر مقاله کې راغلي چې ملګرو ملتونو ویلي له دې امله دوی په دغه بدنامه لست کې شامل شوي چې تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان یې د پولیسو په لیکو کې شامل کړي دي.

سر مقاله لیکونکی لیکي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ملګروملتونو غوښتي چې د ماشومانو د حقونو په برخه کې یې له دغې ادارې سره خپلې ټولې ژمنې عملي کړي نو پکار ده چې د افغان ملي پولیسو نوم له دغه بدنامه لسته و ایستل شي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا که افغانستان په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو قناعت خپل نه کړي ښايي د امریکا د قوانینو له مخې چې په پوځي لیکو کې یې د ماشومانو د استخدام په اړه لري د دغه هېواد مرستې له افغان پولیسو او ملي اردو سره محدودې شي.

سر مقاله کې راغلي چې دا خبردارۍ ډېر جدي دی او افغان چارواکي یې باید له پامه ونه غورځوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کزري په حواله لیکلي چې اوس اوس افغان دولت په دې برخه کې جدي اقدامات کړي او باید چې نوم یې له دغه لسته وایستل شي.

هېواد لیکلي چې ښاغلي کزري دغه څرګندونې پرون په کابل کې د ملګرو ملتونو د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ځانګړي استازې سره په یوې ګډې خبري غوڼده کې کړې دي.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلي حکمت خلیل کرزي ټینګار کړی چې افغان حکومت په جدي توګه د ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

د مطلب لیکوال لیکي چې د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي لیلازروګۍ د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د افغان حکومت اقدامات ستایلي خو ویلي یې دي چې لا هم ډېرو نورو هڅو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG