ازادي ویکیپېډیا اوس د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د زوکړې نېټه د مې میاشتې ۱۹ نېټه لیکلې ده.
له دې وړاندې همدغې ویکیپیډیا د ولسمشرغني د زوکړې ورځ د فبرورۍ ۱۲ لیکلې وه چې د هند صدراعظم نریندرا مودي هم له همدغې ویکیپيډیا څخه په ګټې اخیستنې ولسمشرغني ته د فبرورۍ په ۱۲ د زوکړې مبارکې ویلې وه.
د تیرې جمعې په ورځ چې د فبرورۍ ۱۲ نېټه او ولسمشرغني په جرمني کې و، د هند صدراعظم نریندرا مودي د ټویټرله لارې ولسمشرغني ته د زوکړې د کلیزې مبارکي ورکړه.
هغه مهال مودي ولسمشرغني ته لیکلي و چې کلیزه دې مبارک شه او نوموړي ته یې د اوږدعمر، سلامتیا او بریالیتوب غوښتنه کړې وه.
غني ورته له مونشنه په ځواب کې لیکلي و چې ښاغلی صدراعظمه، سلامونه مې ومنه، که څه هم زما کلیزه د مې میاشتې په ۱۹ نېټه ده، خو بیا هم ستا له مهربانه کلمو څخه ډيره مننه.
په افغانستان کې اکثره خلک اوس د ټولنیزو رسنیو له لارې خپلو خپلوانو او ملګرو ته د زوکړې د کلیزې مبارکي ورکوي او د دغو رسنیو چلوونکي وایي چې ښه ده چې د زوکړې نېټې کره او دقیقې ولیکل شي.
پخوا به د واده، اولاد، فراغت، زوکړې او نورو کارونو مبارکۍ ته خلک د دوستانو کره تلل او مبارکۍ به یې ورکوله، خو اوس ځوان نسل تر ډیره دغه چاره را لنډوي او د فیس بوک یا نورو ټولنیزو رسنیو له لارې یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لیږي.