پاکستان وايي چې له افغانستان سره د تعلیم او روغتیا په برخو کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو معادل مرسته کوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې نن په یوه راپور کې د دغه هېواد د پلان او پراختیايي چارو د وزیر پروفیسر احسان اقبال له قوله وویل چې حکومت یې د افغانستان لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د روغتیا، زده کړې او زېربنا پروژې پیلوي.
ده وویل، پاکستان په خپلو بېلابېلو پوهنتونونو کې تر ۳۰۰۰ زیات بورسونه افغانانو ته ورکوي او ۱۰۰ افغان محصلان به د لاهور په منجمېنټ ساینس یا اداري علومو او نورو پوهنځیو کې ومني.
ډان وايي، ښاغلي اقبال دا اعلان یوه افغان پلاوي ته کړی چې پاکستان ته یې سفر کړی دی.
پاکستاني وزیر همداراز وویل چې د دغه هېواد صدراعظم محمد نوازشریف په افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او له دغه هېواد سره د دوستانه اړیکو په اړه څرګند نظر لري او هغه کلیدي بولي.
ده همداراز وویل، افغانستان او پاکستان ګډ برخلیک لري او باید په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.
په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې په ځانګړي ډول د څلور اړخیزو غونډو له پیلېدو وروسته په نسبي ډول ښه شوي دي.
پاکستان په دې موده کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو د دوو څلور اړخیزو غونډو کوربه شو.
په پېښور کې مېشت خبریال او د چارو کتونکی طاهر خان، افغان محصلانو ته د بورسونو ورکړه او په افغانستان کې د تعلیم او روغتیا له برخو سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پاکستان د مرستې اعلان د دوو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره مهم ګام وباله.
هغه وویل:
"کومې خبرې چې د پاکستان له خوا د مرستو په اړه ویل کېږي، په بشپړ ډول ښې او پر ځای خبرې دي. اړتیا ده چې دغه مرستې لازیاتې هم شي او په ځانګړي توګه بورسونه او سکالرشېپونه د افغان محصلینو لپاره ډېر شي. ځکه چې له همدې امله د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ اړیکې ښې کېږي او د بې اعتمادۍ او بې باورۍ د له منځه وړلو په برخه کې کولای شي، مهم رول ولوبوي."
د پاکستان د پلان او پرمختیايي چارو وزیر پروفیسر اقبال د افغانستان او پاکستان د استادانو، پوهانو، هنرمندانو، سوداګرو او نورو تر منځ د پراخې تبادلې او تګ راتګ پر اړتیا ټینګار وکړ.
ده د دوو هېوادونو د خلکو تر منځ پر راشه درشه خوښي ښکاره کړه ویې ویل، دا به په دواړو هېوادونو کې له کلتوري او اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
د پاکستان د پلان، پراختیايي چارو او اصلاحاتو وزیر وویل:
"موږ باید د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یو نوی باب پیل کړو چې د دوستۍ پر ټولنیزو او اقتصادي اړخونو تمرکز ولري."
ده وویل چې دواړه هېوادونه د سلګونو کلونو ګډ تاریخ لري او د افغانستان د سولې تر ټولو زیاته ګټه پاکستان ته رسېږي.
دغه پاکستاني وزیر د افغانستان په چارو کې د نه مداخلې ژمنه وکړه، ویې ویل چې که هر هېواد له مصیبت او ستونزې سره مخامخ شي، بل ورڅخه نه شي خوندي پاتې کېدی.