د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د اسټرالیا صدراعظم: رد شوي کډوال له خپلې خاورې وباسو


د اسټرالیا صدراعظم مالکم ټرنبال
د اسټرالیا صدراعظم مالکم ټرنبال

د اسټرالیا صدراعظم وايي، رد شوي کډوال او پناه غوښتونکي به یا خپلو هېوادونو او یا هم درېیم هېواد ته واستول شوي.

"مالکم ټرنبال" نن په مرکز کانبره کې پارلمان ته په وینا کې د مهاجرت په اړه د خپل هېواد له سختو قوانینو دفاع وکړه او د محکمې هغه حکم يې تائید کړ چې له مخې يې ۲۶۷ رد شوي پناه غوښتونکي له اسټرالیا ویستل کېږي.

"موږ به د خپلو پولو د خوندي ساتلو په اړه له خپلو ژمنو تېر نه شو؛ څو یقیني کړو چې د خپلو پولو لپاره زموږ پالیسی امنیت او یووالی لري."

د اسټرالیا سترې محکمې تېره اونۍ د هغو ۲۶۷ پناه غوښتونکو د ویستلو حکم وکړ چې د پناه غوښتنې کېسونه يې رد شوي دي.

خو د اسټرالیا د حکومت یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې پناه غوښتونکو کې ځیني په سرطان او نورو وژونکو ناروغیو اخته دي.

د اسټرالیا حکومت وايي، دا کډ وال له اسټرالیا څخه شاوخوا درې سوه کیلو متره لرې "نورو" ټاپو ته وړل کېږي.

ملګرو ملتونو د اسټرالیا د حکومت پر دې پرېکړه اعتراض کړی دی او د اسټرالیا کلیساو پناه غوښتونکو ته د پناه ورکولو پیشنهاد کړی دی.

اخوا بیا د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې "جولي بیشب" ویلي چې هېواد يې له بشري حقونو څخه د دفاع په برخه کې ښه ریکارډ لري.

اسټرالیا چې کم شمېر کډوال ورغلي، په داسې حال کې دا اقدامات کوي چې د ملګرو ملتونو په وینا څه د پاسه یو میلیون کډوال او پناه غوښتونکي په تیر میلادي کال کې اروپا ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG