د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ترکیې لا هم خپلې پولې د سوریې کډوالو پر مخ نه دي پرانیستي


د ترکیې او سوريې د پولو په اوږدو کې لسګونه زره بېځایه شوي کسان ګېر پاتې دي. ترکي مرستندویې موسسې ورسره مرسته کوي؛ خو دغه هېواد خپلې پولې د کډوالو په مخ نه دي پرانیستي.

د سوریې په حلب ښار باندې د روسي ځواکونو په ملاتړ د حکومتي قواوو له بریده وروسته لسګونه زره بېځایه شوي کسان د دغه هېواد او ترکیې د پولو په اوږدو کې ګېر پاته دي.

انقرې ویلي دي چې له دغو کسانو سره چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم په کې دي؛ مرسته کوي، خو خپلې پولې یې د دوی په مخ نه دې پرانیستلي.

بل خوا مرستندوی سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه خلک په یوه ډېر سخت حالت کې دي. د "انسان حق او حریت لري" په نامه د ترکیې د یوې مرستندویه موسسې مطبوعاتي مسوول "براق قره چه اوغلو" د رویټرز خبري آژانس ته ویلي:

"ترټولو زیات سرپناه ته ضرورت دی. هواه سړه ده، باران اوري کېدای شي واوره هم وشي. د هوا وضعیت د کنګل په درجو کې دی. په تېرو څو کلونو کې څه دپاسه شل کوچنیان د هوا د یخني له امله مړه شوي دي. د دغسې مړینې د تکرار د مخنیوی لپاره اوسمهال سرپناوو ته عاجله اړتیا ده."

په عین وخت کې د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل د ترکي جمهور رییس او صدراعظم سره د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ انقرې ته ورسېدله.

اروپايي اتحادیه وايي، انقره باید د پناه غوښتونکو په مخ خپلې پولې پرانیزي؛ خو په عین وخت کې فشار واردوي چې لوېدیځې اورپا ته د دغو پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیسي.

اکثر دغه کډوال غواړي د اروپايي اتحادیې هېوادونو ته ځان ورسوي. اروپايي اتحادیې اروپا ته د کډوالو د ورتګ په مخنیوي کې د همکاري لپاره ترکیې ته د درېیو میلیارډو یورو مرستې ژمنه کړې.

XS
SM
MD
LG