د جرمني صدراعظمه چې د کډوالو د ستونزو په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته تللې، له انقرې غواړي چې په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
ترکیې د تېر کال په نومبر میاشت کې موافقه کړې وه چې د قاچاق وړونکو د شبکو په وړاندې به مبارزه ګړندۍ کوي او اروپایي ټولنې هم د دې کار په بدل کې ورسره د درې میلیارده ایرو مرستې ژمنه کړې ده.
د جرمني صدراعظمه انګېلا مرکل نن په داسې حال کې په انقره کې د ترکیې له صدراعظم احمد داود اوغلو او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کوي چې له سوریې سره په پوله کې لسګونه زره سوریایي کډوال راټول شوي او هڅه کوي چې د ترکیې خاورې ته ننوځي.
د راپورونو له مخې دغه کډوال چې شمېر یې شاوخوا ۳۵ زره کسانو ته رسېږي د سوریې له حلب ښاره د جګړو د پراخېدو له وېرې له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.
ترکیه چې اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو یو اصلي دالان بلل کېږي، دې هېواد ته د مرکل د سفر یو مهم هدف هم د همدغو کډوالو او پناه غوښتونکو مسئله ده چې څه ډول کولای شي د دغه بهیر مخه ونه نیسي.
تېر کال اروپا ته د ورغلو کډوالو او پناه غوښتونکو ډېرې برخې ته جرمني په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.
د جرمني صدراعظمه به نن د ورځې په وروستیو کې دغه راز په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وګوري.
ترکیه د مرکل د کډوالو او پناه غوښتونکو د بهیر د مخنیوي په هڅو کې مرکزي رول لوبوي ځکه دې هېواد په خپله خاوره کې شاوخوا دوه نیم میلیونه سوري کډوالو ته ځای ورکړی دی.
انقره وایي، له دې زیات د کډوالو د منلو لپاره امکانات نه لري.
اروپایي ټولنې د خپلو بهرنیو پولو د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې له ترکیې هم غوښتنه کړې چې خپلې پولې د کډوالو او پناه غوښتونکو پرمخ وتړي.
ترکیې د تېر کال په نومبر میاشت کې موافقه کړې وه چې د قاچاق وړونکو د شبکو په وړاندې به مبارزه ګړندۍ کوي او اروپایي ټولنې هم د دې کار په بدل کې ورسره د درې میلیارد ایرو مرستې ژمنه کړې ده.
که له یوې خوا اروپایي ټولنې په تېره بیا جرمني په دې وروستیو کې پر ترکیې فشارونه زیات کړي چې د کډوالو د بهیر مخه ونیسي له بلې خوا له انقرې غوښتنې مخ په زیاتېدو دي چې له خپلې پولې سره بند پاتې شوي په زرګونو سوریایي کډوالو ته اجازه ورکړي چې دې هېواد ته ننوځي.
د بشري مرستو ډلو خبرداری ورکړی چې دغه کډوال له سخت حالت سره مخامخ دي.
خو ترکیې ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون له دغو کډوالو سره مرستې کوي خو پوله یې پرمخ نه شي پرانیستلی.