تازه خبر
جمعه ۲۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۱

پاکستان په کابل کې وروستى ترهګريز بريد غندلى

د پاکستان حکومت په کابل کې پر پوليسو ترهګريز بريد غندلی او يو ځل بيا يې هر ډول ترهګري چې هغه په هره بڼه وي، په کلکه غندلې ده.

د تېري دوشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سرحدي او عامه نظم د پوليسو پر ودانۍ انتحاري حمله وشوه چې د وروستيو راپورونو له مخې په دې حمله کې لږترلږه ٢٠ کسان مړه او تر ٢٩ زيات ټپيان شوي دي.

ويل کېږي چې په وژل شويو او ټپيانو کې اکثره د ماشومانو او ښځو په ګډون عام ملکي کسان دي چې ټپيان د علاج لپاره د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په شپه ناوخته په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې د کابل ترهګريز بريد غندلى او د وژلو شويو کسانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

خبر پاڼه په دې اړه کاږي:

"د پاکستان حکومت د افغانستان له حکومت او همداشان د بريد د قربانیانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګندوي، موږ یو ځل بیا پر دې تاکید کوو چې ترهکري که هغه په هر ډول او بڼه وي، په کلکه غندو."

له بلې خوا د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپلې ټويټر پاڼې د کابل د ترهګريز بريد مسووليت منلې او پوليسو ته يې د ډېرې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

په کابل کې پر پوليسو دا خونړى بريد په داسې وخت کې شوى چې ټاکل شوې د فرورۍ په ٦مه نېټه په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د بهير او له افغان طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې د څلور اړخيزې کمېټې ٣مه غونډه وشي.

د افغان سولې د بهير په لړ کې د دغې څلور اړخيزې کمېټې چې پاکستان، افغانستان، چين او امريکا پکې ګډون لري، د جوړولو پرېکړه د تېر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د ايشيا زړه په کنفرانس کې شوې وه.

تر دې مخکې د دغې څلور اړخيزې کمېټې ٢غونډې شوي چې لومړۍ يې په اسلام اباد او دويمه هغه يې په کابل کې شوې وه.

ددغې کمېټې ګډونوالو په دغو ٢ غونډو کې پر دې خبرې تاکيد کړى چې د افغان حکومت وسله وال مخالفين دې له جګړې لاس واخلي او په افغانستان کې د تشدد د پاى ته رسولو لپاره دې له حکومت سره خبرو ته کېنې.

له دې مخکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لومړى پړاو د تېر کال په جولاي میاشت کې په مري کې ترسره شوې چې بيا وروسته دا لړۍ د طالبانو د پخواني مشر د مړينې د راپورونو په ښکاره کېدو او د نوې طالب مشر تر ټاکل کېدو وروسته په کابل کې د ترهګريزو بريدونو د ډېرېدو له امله وځنډېده.

که څه هم ټاکل شوې چې د څلور اړخيزې کمېټې درېيمه غونډه به د شنبې په ورځ اسلام اباد کې وشي، خو دا لا څرګنده نه ده چې په کابل کې په وروستيو ترهکريزو بريدونو کې د عامو ملکي کسانو وژنه او د طالبانو له خوا يې مسووليت منل به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په لړ کې د څلور اړخيزې کمېټې هڅو ته زيان ورسوي که نه؟

راپور: ذبيح مومند

​
XS
SM
MD
LG