د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د دهمزنګ د سیمې پرونۍ انتحاري حملې او د سولې په اړه روانو بحثونو ته ځانګړي کړي دي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې دا جګړه مجبوریت نه، بلکې شعوري وحشت دی.
په سرمقاله کې راغلي چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې تیره ورځ ډیر بې ګنا کسان ووژل شول خو پوښتنه دا ده چې د دغه وحشت جواز له کومه کیږي؟
د سرمقالې لیکوال ویلي، وسله وال طالبان وایي چې جګړه یې یو مجبوریت دی، خو د لیکوال په باور، دا څنګه مجبوریت دی چې یو کس دې راشي او د خلکو او موټرو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې دې انتحاري حمله وکړي.
د ورځپاڼې په باور، په دې جګړه کې نور ارزښتونه نشته او یوازې د پردیو د استخباراتو په ګټه کیږي.
کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې لیکلي چې د کابل په پرونۍ حمله کې شل کسان ووژل شول او نهه ویشت نور ټپيان شول چې اکثره یې ملکیان دي.
په مطلب کې د کابل د یو شمېر اوسیدونکو په حواله لیکل شوي چې د امنیتي ځواکونو قومندانۍ او مرکزونه باید له ښاره وایستل شي تر څو عام خلک د جګړې قرباني نه شي.
په مطلب کې راغلي، پرونۍ حملې هغه ملي بس کې هم خلکو ته مرګ ژوبله اړولې چې د کوټه سنګي سپرلۍ په کې ناسته وه او د پېښې د یوه عیني شاهد په حواله په کې ویل شوي چې حکومت باید د عامو خلکو د اوسیدو په سیمه کې قومندانۍ جوړې نه کړي.
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې دلوه او حوت میاشته د سولې او جګړې ترمنځ د عطف ټکی دی.
په سرمقاله کې راغلي چې دلوه او حوت میاشت کې طالبان کولای شي د راتلونکې کال لپاره جګړې ته چمتوالی ونیسي او هم ولسمشر اشرف غني ویلي چې په دې دو میاشتو کې باید د سولې د خبرو برخه لیک معلوم شي.
د سرمقالې لیکوال ویلي چې له دې دوه میاشتني وخت څخه باید ښه ګټه واخیستل شي ترڅو په سیمه او افغانستان کې روانې ستونزې حل پيدا کړي.
همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې د سولې په اړه د اسلام آباد په څلور اخیزه غونډه کې ممکن د طالبانو او حزب اسلامي استازي هم ګډون وکړي.
د مطلب لیکوال د سولې عالي شورا د غړو په حواله لیکلي چې دغه پړاو خبرې به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته هم زمینه برابره کړي.
انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې د سولې په اړه د اسلام آباد له څلور اړخیزې غونډې څخه دا هیلې کیږي چې د سولې په اړه ښه پرمختګونه وشي.