د افغانستان جمهوري ریاست هغه راپورونه نه مني چې ګڼې وسله والو طالبانو سږ کال د افغانستان په زیاته برخه ولکه ټینګه کړې ده.
سره له دې چې وسله والو مخالفینو سږ کال په بېلابېلو سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړ؛ خو د دولت په باور وسله وال نه دي توانیدلي زیاته سیمه لاس ته راوړي.
جمهموري ریاست وایي، وسله والو طالبانو سږ کال کوښښ وکړ څو په افغانستان کې دوې سیاسي جغرافیې رامنځ ته کړي؛ خو په وینا یې هغوی په خپلې دې هڅې کې پاتې راغللی.
د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي آزادي راډيو ته وویل:
"د جګړې شدت سږ کال بې سابقې و. د دښمن هڅه دا وه چې په افغانستان کې دوې سیاسي جغرافیې رامنځ ته کړي؛ خو دا په دې معنی نه ده چې هغوی دې توانیدلي وي؛ څو د افغانستان د خاورې زیاته برخه کنټرول کړي."
ښاغلی هاشمي وایي، په هغو سیمو کې چې جګړې وې؛ افغان ځواکونه توانیدلي څو وسله وال مخالفین ورڅخه و باسي.
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د پلټونکې ادارې سیګار وروستۍ راپور ښیي چې طالبان له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د افغانستان زیاته برخه په خپل ولکه کې لري.
په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو؛ راغلي چې افغان حکومت دا مهال د دغه هېواد پر څه باندې اویا فیصده خاورې کنټرول لري او دې ستونزې د بیارغونې د سترو پروژو څخه د امریکایي مفتشینو او افغان چارواکو د نظارت پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندانۍ ته نومول شوي جنرال، جان نیکولسن هم دوه ورځې مخکې د امریکا سنا مجلس ته د وینا پر مهال وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د امنیتي چارو د کمیسیون غړي صالح محمد صالح له آزادي راډيو سره خبرو کې وویل چې افغان ځواکونو د امکاناتو د نشتوالي په خاطر سږ کال ځینې سیمې له لاسه ورکړې:
"موږ تاییدو چې اکثره ساحې د مخالفینو په لاس کې دي. د افغانستان پوځي قطعات صرف په عمومي سړکونو کې دي. که پوستې هم ولري هغه د ولسوالیو او قومندانیو په ودانیو کې دننه دي."
خو په دغه جرګه کې د کندز استازی عبدالودود پیمان بیا سره له دې چې د نا امنیو زیاتوالی مني خو د امریکایې ادارې سیګار راپور ردوي:
"زما په باور تر پخوا د طالبانو او دولت تر منځ ستونزې او جګړې زیاتې شوې دي؛ خو لکه څنګه چې سیګار او د پاکستان حکومت ادعا کوي؛ داسې نه ده."
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري آزادي راډيو ته وویل؛ په ۲۰۱۵ میلادي کال کې طالبانو پلان درلود تر شپیتو ولسوالیو پورې ونیسي؛ خو په خبره یې دا مهال یوازې دوې ولسوالۍ په هلمند کې، یوه په غزني او یوه هم په بدخشان کې د طالبانو په لاس کې ده.
د پوځي او سیاسي چارو کارپوه باري عارض بیا په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه اندېښمن دی او وایي چې دا به ملکي تلفات لا زیات کړي.
نوموړی سره له دې چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د سیګار راپور نه ردوي؛ خو ټینګار کوي چې حکومت باید د سولې بهیر ګړندۍ کړي او دواړه لورې د ملکیانو د لا زیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره باید سولې ته غاړه کښیږدي.