د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۶

چین غواړي د وریښمو لار په جوړېدو کې له افغانستان سره همکار واوسي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر نن د چین څلور ورځنی سفر پای ته رسوي.

صلاح الدین رباني د دې څلور ورځني سفر په ترڅ کې د چین له چارواکو سره وکتل.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چې کله له صلاح الدین رباني سره وړمه ورځ وکتل تر خبرو وروسته یې خبرې غونډې ته وویل چې هېواد به یې د یوه ښه ګاونډي په توګه له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې مرستې وکړي.

وانګ اي بیا وویل چې چین له کابل سره ګډې هڅې کوي څو د وریښمو لار تېره شي.

د وریښمو د لارې په اړه روان لمریز کال په چین کې یو سیمه ییز کنفرانس هم راغوښتل شوی و.

چینایي چارواکي وایي چې دا لاره دوی ته هم ګټه لري او له دې لارې به له مدیترانې سره لاره پیدا کړي او له نورې اسیا سره به وصل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه غلام حبیب روزترا په دې باور دی چې د وریښمو لار د افغانستان او چین دواړه لپاره اقتصادي ګټې لري.

ښاغلي روزترا زیاته کړه:

"د وریښمو لاره د افغانستان لپاره ډیره مهمه ده. دا یوازې د افغانستان لپاره نه، د چین او نورو اسیایي هېوادو لپاره ډيره مهمه ده، هم د سوداګرۍ لپاره هم د تګ راتګ لپاره او که د دې لارې کار پیل شي یو شمېر خلک به په افغانستان کې بوخت شي او له تخنیکي اړخه به موږ له نوي تخنیک سره اشنا شو."

د وریښمو لار چې ټاکل شوې ده د واخان له غرنۍ سیمې له نور افغانستان سره وصل شي، ښایي جوړیدل یې اسانه نه وي. خو غلام حبیب روزترا په دې باور دی چې اوس په نړۍ کې تخنیک دومره مخته تللی دی چې داسې وسایل شته چې ان ترغرونو لاندې مځکو کې تونلونه په اساني سره ایستلی شي.

ښاغلي روزترا زیاته کړه:

"که موږ د سالنګ تونل ته ځیر شو دا تونل په لسو کلونو کې روسانو ودان کړ خو نننۍ وخت کې تخنیک دومره مخته تللی دی چې ځانګړې موټر دي، برمې دي چې کار پرې کوي، داسې چې یوه کرښه تیروي بیا بله او بیا بله په ډیرې اسانۍ اما بیا هم څو کاله وخت ممکن واخلي او اقتصادي لګښت یې هم نن سبا په دې پرمختللي تخنیک کې له اندازې زیات نه دی په تېره بیا د چین لپاره او تر غرونو لاندې په ډیرې اسانۍ لارې جوړیدلی شي."

وروسته تردې چې صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی دی دا چین ته د ده لومړی رسمي سفر دی چې د دوشنبې په ورځ پیل شو او نن پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG