د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

د کابل او اسلام اباد تر منځ د بندیانو تبادله کې پرمختګ نه دی شوی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بندیانو د تبادلې په موضوع کې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

سره له دې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا مني چې پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستي سفر کې د بندیانو د تبادلې موضوع مطرح شوې وه، خو دوی وایي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو اختلافاتو له وجې دا مسئله پاتې شوې او تر اوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند خیر الله ازاد، د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د بندیانو د تبادلې په اړه د کوم هوکړه لیک وړاندیز نه دی کړی.

ښاغلی ازاد وايي:

"تر اوسه په رسمي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ د بندیانو د تبادلې د هوکړه لیک په اړه پاکستان داسې کوم وړاندیز نه دی کړی، تر دې وړاندې پاکستان ته د ولسمشر په سفر کې په دې اړه یو بحث شوی و، خو د یو شمېر پېښو له وجې په دې وروستیو کې رامنځ ته شوې او یو څه فضا خرابه شوه، هغه مسئله په خپل ځای پاتې شوه."

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې اکسپرس ورځ پاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکو نږدې ورځو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د بندیانو د تبادلې یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

دې ورځپاڼې همدارنګه ویلي چې د افغانستان دولت هم د اسلام اباد دې وړاندیز ته مثبت ځواب ویلی.

اکسپرس ورځپاڼې ویلي چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو زندانونو کې د پاکستان نږدې ۲۰۰ بندیان حضور لري.

دغه شان د پاکستان په زندانونو کې هم ډېری افغانان د میلو تر شا شپې- ورځې تېروي، خو ویل کېږي چې د دغو بندیانو تر منځ پراخ توپیر موجود دی، ځکه د افغانستان په زندانونو کې ډېری پاکستانیان د وران کارو فعالیتونو په جرم بند تېروي او هاخوا بیا افغان کډوالو په وړو جرمونو چې ان د کډوالۍ د قانوني اسنادو نه شتون هم په کې شامل دی، بندیان شوي دي.

خو افغان کارپوهان ټینګار کوي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د بندیانو د تبادلې په هوکړه لیک کې باید د افغانستان ملي ګټو ته پام وشي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي کبیر رنجبر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دې هوکړه لیک کې باید شرایط وضع شي چې هغه زموږ له ملي ګټو سره همغږي ولري، که د بندیانو د تبادلې لپاره هوکړه لیک تبادله د زندانیانو کېږي، حتماً دغه موضوع صراحت ولري چې استثنا په کې شامل شي، دا معمولاً شاملېږي چې په هغه کې ترهګري ډېر مهم بحث دی. دغه استثنا باید موجوده وي چې ترهګر نه شي کولای چې بېرته خپل هېواد ته ولېږل شي، طبعاً دلته سیاسي ملحوظات دي او دې کې بیا ناوړې ګټې اخیستل کېږي."

ویل کېږي چې افغانستان د بندیانو د تبادلې په برخه کې له ایران او تاجکستان سره هم تړونونه لري او تر اوسه پورې د دغو هېوادونو تر منځ یو شمېر بندیان هم تبادله شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG