د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي؛ پاکستان اړتيا لري، د هغو سخت دريځو شبکو په وړاندې جديت وښيي چې په خاوره کې يې فعالې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په چهارسده کې پر باچاخان پوهنتون د وسله والو په بريد کې د محصلانو په ګډون تر شلو زيات کسان ووژل شول.
له پريس ټرسټ اف انډيا اژانس سره په هغه مرکه چې د يکشنبې په ورځ خپره شوه؛ اوباما د پاکستان د امنيتي قواوو له خوا پر سخت دريځو وسله والو وروستي فشارونه ستايلي؛ خو ويلي يې دي، د سخت دريځو ډلو د له منځه تلو لپاره بايد نور اقدامات هم وشي.
اوباما په واشنګټن کې د هند دغه خبري اژانس ته وويل: "پاکستان فرصت لري چې څرګنده کړي؛ د ټروريستي شبکو د مشروعيت ختمولو، ځپلو او له منځه وړلو په برخه کې جدي دى."
اوباما په خپلو خبرو کې وويل چې په سيمه او نړۍ کې بايد د سخت دريځو وسلوالو د خوندي مرکزونو په برخه کې له هېڅ ډول زغم نه کار وانخيستل شي او تروريستان بايد عدالت ته راکش کړاى شي.
تېره چهارشنبه د خيبرپښتونخوا په چهارسده کې پر باچان پوهنتون د سخت دريځو وسلوالو په حمله کې ٢١ کسان ووژل شول. د پاکستاني طالبانو يوې څانګې د دې حملې مسووليت منلى دى.
خو د پاکستان د پوځ وياند ادعا وکړه چې پر پوهنتون وروستى بريد له افغانستانه کنټرولېده.
عاصم بجوا د شنبې په ورځ يوه کنفرانس ته وويل چې بريدکوونکو ته له افغانستانه لارښوونه کېدله؛ خو ده دغه بريد د افغان حکومت کار ونه باله:
"په يوه پړاو کې هم چا دا نه دي ويلي چې د افغان حکومت له خوا داسې څه کېږي؛ بلکې دا ويل شوي چې دا کار له افغانستان ترسره کېده. له کومې سيمې چې ترسره کېده، دا ترهګر هغه وخت هلته موجود وو؛ هغه افغان نمبر استعمالاوه او دلته يې خلکو سره رابطې نيولې او اپرېشن يې کنټرولاوه."
د ٢٠١٤م کال د ډسمبر پر١٦مه بيا د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي په بريد کې تر ١٥٠ زيات کسان وژل شوي وو.
پر دغه پوځي ښوونځي تر بريد وروسته د پاکستان په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات شديد کړاى شول، خو هندي چارواکي وايي پاکستان په سرحدي سيمو کې د سخت دريځو وسلوالو پر فعاليت سترګې پټې کړې دي.
په افغانستان کې هم په وار وار په يو لړ حملو کې هغه سخت دريځي وسلوال مسوول بلل شوي، چې د چارواکو په وينا په قبايلي سيمو کې خوندي مرکزونه لري.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما پريس ټرسټ اف انډيا اژانس ته په مرکه کې وويل، پر سخت دريځو وسلوالو فشارونه سمه پاليسي ده، خو د ده په خبره پاکستان ته پکار دي او کولاى هم شي چې نور اغېزناک اقدامات هم وکړي.
اوباما په خپله مرکه کې ويلي، په پېښور کې پر پوځي ښوونځي تر بريد وروسته موږ ليدلي چې پاکستان د ګڼو وسلوالو ډلو په وړاندې اقدام کوي. خو موږ لا هم په پاکستان کې دننه د ټروريزم د دوام شاهدان يو، لکه په چارسده کې پر پوهنتون وروستى بريد.