د افغانستان د ولسي جرګې غړي د یوې نیمې میاشتې لپاره د ژمي په رخصتیو لاړل.
د ولسي جرګې ادارې پلاوی وایي چې په تېرو نږدې پنځو میاشتو کې ولسي جرګې ۵۱ عمومي غونډې جوړې کړې چې ۲ یې استیضاحیه، ۱۵ استجوابیه ۳ یې استماعیه ۱ یې سري او ۳۰ یې عادې غونډې وي.
د دې جرګې منشي عرفان الله عرفان د چهارشنبې د ورځې په عمومې غونډه کې وویل چې دوی د شپاړسمې دورې د لسم اجلاس په ترڅ کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.
"په دې اجلاس کې ولسي جرګې د قانون جوړونې په برخه کې ټول ۳۹ تقنیني سندونه له هغې جملې ۱۰ قانون طرحې ۶ تقنیني فرمانونه؛ د ۱۳۹۵ مالي کال د ملي بودجې ۱ سند؛ د حقوقي شخصیت د تغییر ۳ سندونه او د ولسي جرګې د کورنیو دندو په اوصولو کې د ځنیو تعدیلاتو په شمول تصویب کړي او ۹ نړېوال هوکړه لیکونه یې تصدیق کړې دي."
د دولتي چارواکو د معاشونو د تنظیم د قانون د طرحې تصویب؛ د قضایه قوې د تشکیل، د مخابراتي خدمتونو د محصول د قانون د طرحې تصویب د دې جرګې له نورو کړنو شمېرل کېږي.
همدارنګه د افغانستان او متحدو عربي اماراتو ترمنځ د امنیتي همکاریو هوکره لیک؛ افغانستان ته د وړیا نظامي مرستو ورکولو په هکله د ملي دفاع وزارت او چین خلکو ترمنځ هوکړه لیک او د نړېوال ټروریزم په وړاندې د مبارزې په اړه د اسلامې همکاریو د سازمان د کنوانیسیون پرېکړه لیک په ولسي جرګه کې له تصدیق شوو نړېوالو هوکړه لیکونو څخه دي.
ولسي جرګې د دې راپور له وړاندې کېدو وروسته د یوې نیمې میاشتې لپاره د ژمني په رخصتیو لاړل.
خو افغان کارپوهان بیا وایي چې ولسي جرګې په خپل دغه یوه کال کې له خپلو صلاحیتونو څخه په سمه توګه کار نه دی اخیستی.
د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي کبیر رنجبر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"دوی په خپل دغه یوه کال کې ټولو صلاحیتونونه چې له هغه جملې څارنه ده؛ هغه څنګه چې لازمه ده ګټه یې نه ده اخیستې؛ موږ عملاً ولیدل چې اکثراً تالار خالي و او ډېر زیات مهم قوانین پاتې دي او دوی ونشو کړای چې هغه تصویب کړي؛ دوی هغه څنګه چې لازمه وه د خلکو استازیتوب نه دی کړی."
د افغانستان د قوانینو له مخې د ملي شورا غړي په کال کې دوه وارې یوځل د ژمي او بل ځل د اوړي په موسم کې یوه نیمه یوه نیمه میاشت رخصتي لري.
خو د خلکو له خوا تل دا انتقاد شوی چې ځینې وکیلان د رخصتیو پر مهال هم په خپلو کارونو پسې ګرځي او د موکلینو ستونزو ته پام نه کوي.
راپور: ناجیه ساپۍ