د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

شافنر: په ۲۰۱۵کې د افغان ځواکونو فعالیت ضد او نقیض پایلې درلودې


یو امریکایي جنرال وایي، له یوه کال راهیسې چې افغان ځواکونو په افغانستان کې د جګړې پر مخ وړلو مسولیت اخستی دی، د دوی کارضد او نقیضي پایلې لري.

د دغه جنرال په خبره کله چې افغان ځواکونه پلان شوي عملیات پر مخ وړي، ښه پرمختګونه لري، خو له پېښو سره د مقابلې پرمهال ځیني تشې لري.

دی وایي، دغو ستونزو ته باید په ۲۰۱۶ کال کې جدي پاملرنه وشي.

په افغانستان کې د امریکایي قووتونو یوه ویاند برید جنرال ویلسن شافنر ویلي، د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې د میلیونونو ډالرو په لګولو سره لاهم په ځینو برخو کې دغه ځواکونه ستونزې لري.

جنرال شافنر چې له افغانستانه یې د یوه ویډیویې کنفرانس له لارې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، د دوی د ارزونو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د افغان ځواکونو فعالیت ضد او نقیضې پایلې لري.

دی وایي، افغان ځواکونه په پلان شوېو عملیاتو کې بریالي دي، خو په ځینو برخو لکه د یوې پېښې په دفع کولو کې تشې هم لري.

دغه امریکایي جنرال زیاتوي چې په داسې حالاتو کې دغه ځواکونو د منظم کېدو او د وضعیت د کنټرولولو لپاره ډیر وخت تیروي چې د ده په خبره دا د هغوی یوه کمزوري ښیې او باید په ۲۰۱۶ کال کې پاملرنه ورته وشي.

په همدې حال کې جنرال شافنر د افغانستان کوماندو ځواکونو وړتیاوې ستایلې دي او هغه دوې پېښې یې یادې کړي چې له کومې خالیګاه یا تشې پرته یې ترسره کړي.

یوه له دغو لاسته راوړنو له طالبانو څخه د کندز ښار بیرته نیول یاد شوي دي.

دغه امریکایي مقام وایي، د افغانستان له ۴۰۴ ولسوالیو څخه ۹یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او په ۱۷ نورو کې طالبانو نفوذ لري. ده دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه هم خبرداری ورکړ.

شافنرد افغانستان د ځینو پوځي واحدونو په مشرتابه کې د فساد شتون ته هم اشاره کړې او وایي، په ټولیز ډول د دغه هېواد د پوځ او ملي پولیسو د لیکو پوره کولو لپاره باید ۲۵ زره نور کسان وګمارل شي.

دی وایي، ډیری سرتېري د تېښتې هڅه کوي او یا نه غواړي نوم یې راجستر شي، ځکه ځیني یې ان خپلې تنخواوې نه شي ترلاسه کولی.

د دغه امریکایي جنرال په خبره د دې لپاره چې سرتیري پر خپلو دندو پاته شي، مشران باید هغوی ته پر وخت معاشونه ورکړي، ښه ډوډۍ او پر وخت رخصتۍ په ګډون نورې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

دی وایي، د افغانستان د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا چارې هم پیل شوي او لومړني جنګي الوتکې او هلیکوپټرې ورته رسیدلي دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په خپل هېواد کې د جګړو د رهبرۍ مسولیت واخیست، خو لا هم زرګونه لویدیځ ځواکونه د روزنې، تجهیز او پوځي سلا مشورې په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG