د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

نواز شريف او راحيل شريف تهران ته تللي


د پاکستان صدراعظم نواز شريف چې د ايران او سعودي ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ د اواري لپاره د دواړو هېوادونو په سفر دى، نن د خپل جګپوړي سياسي و پوځي پلاوي په ملتيا له ايراني چارواکيو سره د خبرو لپاره تهران ته تللى دى.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلى شريف او د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د دوشنبې په ورځ د ايران او سعودي ترمنځ د منځګړيتوب په مقصد سعودي عربستان ته لاړل او د دې هېواد له مشرانو سره يې پر ځينو نورو مساېلو سربېره، د تهران او رياض ترمنځ د کړکېچ په اواري هم خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د له سعودي مشرانو سره د پاکستان د صدراعظم او پوځ د سرلښکر تر ليدنې وروسته په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي، د پاکستان او سعودي مشران په سيمه کې د ترهګرۍ او سخت دريځۍ په څېر د ګډ دښمن پر ضد په ګډو هڅو کولو سلا شوي دي.

د پاکستان سياسي او پوځي مشران تر هغې وروسته د ايران او سعودي ترمنځ د منځکړيتوب لپاره ميدان ته راووتل چې په دې وروستيو کې د رياض او تهران تعلقات خراب شوي او د دواړو ترمنځ سفارتي تعلقات هم ځنډېدلي دي.

دا تعلقات هغه وخت خراب شول چې سعودي په رياض کې يو شيعه عالم اعدام کړ چې دې ګام په ايران کې د خلکو غوسه راوپاروله او قهرجنو مظاهره چيانو په تهران او مشهد کې د سعودي په ضد مظاهره کې ددې هېواد سفارت او قونسلګرۍ ته اور ورته کړ.

د بهرنيو چارو زارت خبرپاڼه کاږي، د پاکستان صدراعظم او د پوځ مشر سعودي چارواکو ته يو ځل بيا ډاډ ورکړ چې پاکستان به د سعودي ځمکنۍ بشپړتيا ته د ګواښ په صورت کې د دې هېواد ترڅنګ ولاړ وي او هر ډول يرغل ته به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.

سعودي ته د پاکستانيو چارواکو تر سفر مخکې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرعادل الجبير او همدا شان د دې هېواد د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان اسلام اباد ته سفر کړى و او د پاکستان له سياسي او پوځي مشرانو سره يې په ځينو مساېلو خبرې کړې وې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ښاغلي شريف له سعودي چاراکو سره په ليدنه کې د تهران او رياض ترمنځ د کړکېچ د اواري په لړ کې ځينې وړانديزونه وړاندې کړي او نوموړى به دا وړانديزونه نن د ايران له ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکيو سره هم شريک کړي.

د رياض او تهران ترمنځ د تعلقاتو تر خرابېدو وروسته اسلام اباد پر دواړو غږ کړى چې د اسلامي نړۍ د مفاد لپاره دې دواړه هېوادونه خپلمځي ستونزې د خبرو اترو له لارې اواري کړي.

پاکستاني چارواکو د سعودي او ايران ترمنځ تر رامنځته شوي کړکېچ وروسته ويلي وو، پاکستان له دواړو اسلامي هېوادونو سره د ورورګلوۍ تعلقات لري او تيار دى چې په مناسب وخت کې ددغو دواړو ترمنځ د کړکېچ د اواري لپاره د منځګړي رول ولوبوي.

د يادونې وړ ده چې د تهران او رياض ترمنځ تر کړکېچ او پاکستان ته د سعودي د جګپوړو چارواکيو تر سفرونو وروسته په دې هېواد کې ځينو ډلو د سعودي او ځينو بيا د ايران په ملاتړ مظاهرې وکړې او له حکومته يې وغوښتل چې د دواړو هېوادونو په کړکېچ کې د پرېوتو پرځاى دې د اواري هڅې وکړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG