د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

بګټي: په کوټه کې چاودنې ١٤ پوليس وژلي، ۲۰ نور ټپيان کړي


په کوټه کې نن سهار د پوليو په ضد د واکسيناسيون مرکز ته نيژدې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې څلورلس تنه وژل شوي او شاوخوا پينځلس تنه نور پکې ټپيان شوي دي. وژل شوي کسان ټول امنيتي پوليس او ملېشه سرتېري دي چې اکثر د بلوڅ مېشتو سيمو اوسېدونکي دي. د بريد مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

د چارشنبې په سهار وختي د کوټې ښار جنوب ختيځ لور ته په سټلايټ ټاون سيمه کې يوه زوروره چاودنه وشوه چې شاوخوا دېرشو تنو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله. د پوليسو په وينا چاودنه هغه موټر ته نيژدې وشوه چې د پوليو په ضد د واکسيناسيون له مرکز سره ولاړ وو او ور څېرمه يې لسګونه امنيتي پوليس او ملېشه سرتېري د امنيت ساتلو په دنده ګومارل شوي وو.

په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان لومړى سمدستي د کوټې دولتي روغتون او وروسته نظامي روغتون ته يووړل شول چې ډېرى ټپيانو په روغتون کې ساه ورکړه. په چاودنه کې دوو ټپي کسانو ازادي راډيو ته وويل:

«الله نظر: موږ دغه وخت دوکان خلاس کړ، صفايي مو وکړه د دوکان مخته کښېنستو، شل کم نهه بجې وې چې چاودنه وشوه، بيا په ځان نه يم پوهېدلى.

محمدولي: زه را روان رخشه مي را روانه کړې وه، ناببره درز شو، ما ژر رخشه و دروله په دوکان ننوتم، ټول پوليس وو، بل څوک نه وو يو زه او يو بل رخشوان وو، يوه د سر کوپړۍ مي وليدله چې هلته پرته وه.»

د کوټې د ملکي روغتون مشر ډاکټر عبدالرحمن وايي روغتون په وروړل شويو کسانو کې يې څورلس مړه او پينځويشت ټپيان دي چې وايي په ټپيانو کې هم اکثر پوليس سرتېري دي:

«پينځويشت زخميان وو څورلس مړه وو، عام خلک لږ دي، په مړيو کې هم عام خلک يو دوه دي او په ټپيانو کې هم شپږ اووه عام خلک دي نور پوليس عسکر دي، د دوو کسانو حالت مرګونى وو هغه مو وختي سي ايم ايچ نظامي روغتون ته ولېږل، نور دلې وو خو اوس دوى پاته ټپيان هم سي ايم ايچ ته وړي، کېداى شي د امنيتي خطر له امله يې وړي.»

د بلوچستان د داخله چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې په دې چاودنه کې څورلس تنه وژل شوي او شاوخوا پينځلس نور پکې ټپيان شوي دي. بګټى وايي وژل شوي څورلس واړه پوليس او ملېشه سرتېري دي:

«په ښکاره داسې مالومېږي چې دا ځانوژونکى بريد هم کېداى شي خو تر اوسه په دې اړه زموږ پلټنې روانې دي، زه فکر کوم موږ چې په يوه جنګي سيمه کې ژوند کوو داسې پېښې پکې له احتماله خلاسې نه وي، خو زموږ مسووليت دى چې موږ به د خپلو خلکو ساتنه کوو او سوله به راولو، ګوره نن هم پوليسو د سر قرباني ورکړه او کوټه يې له ډېره لويې تباهۍ و ژغورله.»

د پوليو په ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو دغه اوسنى کمپاين د دوشنبې په ورځ پيل شوى او نن يې وروستۍ ورځ ده چې په ټول بلوچستان کې د واکسيناسيون ډلو پر امنيت پوليس او ملېشه سرتېري ګومارل شوي دي، خو پر دې برسېره هم وسلوال بريالي شول او په کوټه کې يې ورباندې بمي حمله وکړه. د دې ځانوژونکي بريد مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف او ولسمشر ممنون حسين په کوټه کې نننۍ وسلواله حمله په کلکه غندلې ده، د راډيو پاکستان د رپوټ له مخې صدراعظم او ولسمشر په جلا- جلا اعلاميو کې ويلي چې تر څو يې له دې هېواده د افراطيت ريښې نه وي ايستلې، د ترهګرو په ضد به پوځي عمليات دوام لري.

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم د پوليو پر ضد د واکسيناسيون پر ډلو وسلوال بريدونه شوي، خو په تېرو دوو کلونو کې د پوليوضد کمپاين له داسې پېښو سره نه دى مخامخ شوى. د يوې اندازې له مخې په پاکستان کې له ٢٠١٢م کاله راهيسې تر اوسه د پوليوضد واکسيناسيون پر ډلو په وسلوالو بريدونو کې اتيا تنه وژل شوي دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG