د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

"د سولې په اړه پاکستان د امریکا ځیني فشارونو ته غاړه نه ده ایښې"


امریکا د افغانستان د سولې ټینګښت په اړه پر پاکستان د اړتیا وړ سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي، خو پاکستان د خپلو ګټو خوندي کولو لپاره هغو فشارونو ته غاړه نه ده ایښې.

دا خبره د امریکا د ستراتیژیکو او نړېوالو مطالعاتو د مرکز سلاکار او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې کړې ده.

ښاغلی خلیلزاد وایي، په دې برخه کې یوازې د امریکا نه بلکه د سیمي د بانفوذو هېوادونو له خوا هم لا ډیرو فشارونو ته اړتیا لري.

د امریکا له خوا پر پاکستان د سیاسي فشارونو د راوستلو خبره وروسته له هغه مطرح شوې چې یو شمېر افغان سیاسي څیړونکي دا باور لري چې د امریکا او چین په څیر ځواکمن هېوادونه کولای شي پاکستان دې ته اړ باسي څو د افغانستان د سولې خبرو په بریالیتوب کې مثبته همکاري وکړي.

د امریکا د ستراتیژیکو او نړېوالو مطالعاتو د مرکز سلاکار او په ملګروملتونو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې امریکا په وار وار پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي دي، خو وایي پاکستان د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره دغو فشارونو ته غاړه نه ده ایښې:

"زه په دې کې شک نه لرم چې امریکا پر پاکستان په دې اړه فشار راوړی چې د افغانستان د سولې راوستو په برخه کې همکاري وکړي او په دې کې هم شک نه لرم چې د امریکا له خوا پر پاکستان نورو فشارونو ته هم اړتیا شته، خو باید د سیمې روڼ اندې په دې هم فکر وکړي چې ځیني وختونه هېوادونه د خپلو ګټو لپاره لوړې بیې ورکړي او د لویو هېوادونو خبره ونه مني. هو یو څه چې امریکا تراوسه نه دي کړي د خپلو مشورو د نه منلو په صورت کې یې له پاکستان سره د جګړې اعلان نه دی کړی او له هغه پرته یې ټول سیاسي او اقتصادي فشارونه راوړي دي چې تر اوسه ناکام دي."

ښاغلی خلیلزاد دا مني چې پاکستان د افغانستان په ګډوډۍ کې د ځان ګټه لټوي او دا یې د نه همکارۍ دلیل بولي.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي:

"د افغانستان په اړه هم زما له نظره پاکستان تر اوسه د یوه غلط فکر پر اساس د طالبانو د ډلو ملاتړ کوي تر څو افغانستان تر خپل نفوذ لاندې راولي او یا یې په ګډوډۍ کې وساتي، ځکه د افغانستان په ستونزو کې ځانته ګټه ویني."

ښآغلی خلیلزاد ټینګار کوي چې په دې برخه کې یوازې د امریکا هڅې نه بلکه د چین په څیر نور لوی هېوادونه هم چې په پاکستان کې نفوذ لري باید د افغانستان د سولې بهیر په بریالیتوب کې پوره ونډه واخلي.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند "هونګ لي" د سې شنبې په ورځ په پیکنګ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي هونګ لي زیاته کړه:

"چین کار کوي څو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله پر مخ ولاړه شي؛ تر څو په سیمه کې تل پاته سوله ټينګه شي. چین به د افغانستان ارضي تمامیت او د ټولو اړخونو اندېښنو ته په کتو سره له ټولو خواوو سره کار وکړي؛ څو د دې بهیر لپاره آسانتیاوې او مرسته برابره کړي."

بل خوا د افغانستان او پاکستان لپآره د امریکا ځانګړي استازي ریچار اولسن د سې شنبې په ورځ کابل ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال ډاډ ورکړ چې هېواد یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د پیلیدو او مثبتو نتایجو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د سولې په اړه د همغږۍ څلور اړخیزه غونډه د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د افغان، پاکستاني، چینایي او امریکایي استازو په ګډون تر سره شوه.

د دغې لړۍ په دوهمه ناسته کې چې د جنورۍ په اتلسمه په کابل کې جوړيږي د سولې د تګ لارې پر نقشې بحث کېږي او هلته به د هر غړي هېواد مسوولیتونه روښانه شي.

که څه هم د دې غونډې مثبتو پایلو ته خوشبینۍ ښودل شوي، خو د افغانستان د سولې په برخه کې د پاکستان تېرو وعده خلافیو ته په کتو تر ډیره سترګې د امریکا او چین رول ته ور اوړي چې د پاکستان د ژمنو د څارنې په برخه کې یې باید ولوبوي.

XS
SM
MD
LG