د افغانستان د خلاصون لار شورا د ختیځ زون لپاره رسمي دفتر د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې پرانیست.
پخوانی طالب چارواکی او د دې شورا مشر سیداکبراغا وايي، د دې شورا له جوړېدو څخه يې هدف د افغانستان اوسنیو ستونزو ته د حل لار پيدا کول دي.
ښاغلي اکبراغا زیاته کړه:
"لومړی موږ د قومونو خلک یوځای کوو، دیني علما، پخواني جهادي مشران، محصلین او نور خلک به راټولوي چې د همدې شورا له لارې افغانان خپل مشکلات په خپله حل کړي."
نوموړي وویل، دوی په ټولو ولایتونو کې بې طرفه پخواني جهادي مشران، دیني علماو او قومي مخورو څخه یوه لویه شورا جوړوي او له دې لارې به د افغانستان د ستونزو لپاره به په ګډه کار کوي.
د دغې شورا پر جوړولو له تېرو دوو کلونو راهیسې کار روان دی چې د مشرانو په خبره يې تر اوسه يې په ځینو ولایتونو کې خپل دفترونه خلاص کړي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال ذبیح الله زمری وايي، دغه ډول حرکتونه هغه مهال ګټور دي چې د شخصي ګټو پر ځای د ملي ګټو لپاره کار وشي.
ښاغلي زمري زیاته کړه:
"زما په نظر دغه ډول حرکتونه ګټور دي خو په دې شرط چې د شخصي ګټو لپاره نه وي او یوازې د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي."
د دې شورا د مسولینو په خبره دوی هڅه کوي چې د افغانستان ستونزه د افغانانو په لاس اواره شي.
یادې شورا تر دې مهاله په کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د زونونو په کچه دفترونه پرانستې دي چې وايي په نږدې وخت کې به په نورو ولایتونو کې هم خپل دفتونه خلاص کړي.
راپور: شاه محمود شینواری