د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د افغان سولې په اړه د دولت او طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو ټينګار وشو


په اسلام اباد کې د افغان سولې پروسې په لړ کې د امريکا او چين په ګډون د څلور اړخېزې غونډې ګډونوالو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې يوې داسې پروسې کې په سم لاسي ډول په مخامخ خبرو ټينګار کړى چې مقصد يې د افغانستان د يووالي، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتل وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په پايتخت اسلام اباد کې د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان استازو د افغانستان د سولې د ځنډېدلې پروسې د بېرته په پيل په اړه يوه څلور اړخيزه غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزي او د پاکستان له خوا د دې هېواد د بهرنيو چارو سکرټر اعزاز احمد چوهدري کوله.

همدا راز د امريکا او چين د پلاوو مشري د افغانستان او پاکستان لپاره ددغو هېوادونو د ځانګړو استازو پر غاړه وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دغې غونډې په پاى کې د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان جګړه د ټولې سيمې د بې ثباتۍ لامل بللې، دا يې پر افغانانو يوه بې مانا او تپلې جګړه بللې او د دې جګړې پاى ته رسول يې ضروري بللي دي.

اعلاميه کاږي چې د غونډې ګډونوالو د سولې پروسې په لړ کې په پرتو خنډونو او د هغوى په لرې کولو خبرې وکړې چې په ترڅ کې به يې د سولې د خبرو لپاره يوه مناسب ماحول رامنځ ته شي.

دا د څلور اړخيزه کمېټې لومړۍ غونډه وه.

د دې کمېټې په جوړولو په تېره مياشت کې په اسلام اباد کې د اسيا زړه د کنفرانس په څنډو او همدا راز کابل ته د جنرال راحيل شريف د سفر پر مهال موافقه شوې وه.

د دغه څلور اړخيزې غونډې ګډونوال په دې سلا شوي چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه چې د اسیا زړه کنفرانس کې په کومو خبرو موافقه شوې وه، بايد هغه عملي شي.

د غونډې ګډونوالو همدا راز پرېکړه کړې چې په سيمې او افغانستان کې د تلپاتي ثبات لپاره به د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ جاري ساتي.

تر دې مخکې په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز د دغې غونډې په پرانېستونکي وينا کې دا غونډه د افغانستان د سولې د پروسې لپاره مهمه بللې وه او تمه يې ښودلې وه چې دا غونډه به وتوانېږي چې طالبان خبرو اترو ته راوګرځوي.

نوموړي همداراز د خبرو اترو د پروسې تر پيل مخکې د شرطونو د ايښودو مخالفت وکړ او ويې ويل چې دا پروسه به له ستونزو سره مخ کړي.

د يادولو وړ ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د پروسې د بېرته پيلېدو په لړ کې دغې څلور اړخيزې کمېټې پرېکړه کړې چې د دې کمېټې دويمه غوڼده به د روانې مياشت په ١٨مه نېټه په کابل کې جوړه شې چې د دغې پروسې په تګلاره به خبرې اترې وکړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG