د پاکستان د سياسي چارو ځيني کارپوهان په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره کېدونکې څلور اړخيزه غونډه د دغه پروسې او په افغانستان کې د سولې لپاره مهمه بولي او د ښو نتيجو هيله ترې لري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د پاکستان، امريکا، چين او افغانستان استازي به نن د افغانستان د سولې په لړ کې په اسلام اباد کې يوه غونډه وکړي.
د دغې غونډې د جوړولو پرېکړه د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف ترمنځ د تېرکال په ډسمبر مياشت کې هغه مهال وشوه چې ښاغلى راحيل شريف کابل ته سفر کړى و.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په دغه غونډه کې به د افغانستان د سولې د ځنډېدلې پروسې په اړه غور وشي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو تېر کال پايخت اسلام اباد ته نږدې په مري کې ترسره شوی و چې د امریکا او چين استازو هم په کې د څارونکو په توګه ګډون درلود.
که څه هم طالبان او افغان حکومت د خبرو اترو په لومړي پړاو کې د دې لړۍ په جاري ساتلو سلا شوي وو، خو د سولې د خبرو دويم پړاو د تېر کال په جولای کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته ځنډېدلی و.
دا لومړى ځل دى چې د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان استازي د افغانستان د سولې په لړ کې غونډه کوي.
په عين حال کې د پاکستان د سياسي چارو ځيني کارپوهان د افغانستان د سولې لپاره د امريکا او چين په ځانګړي ګډون دا غونډه مهمه بولي او د ښو نتيجو تمه ترې لري.
د سياسي او افغان چارو کارپوه طاهر خان په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:
"د امريکا او د چين په دې پروسه کې شاملېدلو سره داسې احتمال به وي چې د سولې د پروسې طرفته پرمختګ وشي، ځکه چې وړاندې به کله په افغانستان کې تشدد زيات شو، نو بيا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شوې او بيا به بيا په امنيت او د دغې سولې عمل باندې يو ډېر منفي اغېز کېده، نو اوس چين او امريکا چې شامل شوي دي، دا ډېر مهم دي.چين ځکه مهم دى چې چين افغان حکومت سره ډېر ښه تعلقات دي، پاکستان سره يې هم دي او طالبانو سره يې هم په ماضي کې ډېرې ښې اړيکې پاتې شوي دي، د هغوى غونډې هم شوي دي. نو په دې لحاظ سره که د پاکستان او افغانستان ناباوري او بداعتمادي هم وي، نو اوس چې چين او امريکا شامل دي، نو د هغې امکانات کم دي او داسې به ډېر امکانات وي چې په دې پروسه کې پرمختګ وشي چې په دې پروسه کې به ضمانتيانو ته هم په راتلونکي کې ضرورت وي."
په اسلام ابآد کې دغه څلور اړخیزه غونډه په داسې وخت کې جوړیږي چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو حملو ته زور ورکړى او ویل کېږي چې د افغان طالبانو استازي لا په دغه څلور ړخيزه غونډۀ کې ګډون نه لري.
طاهر خان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ددې غونډې په اړه بۀ د طالبانو غبرګون څه وي او آيا دا غونډه به پر طالبآنو فشار راوړي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او له ورانکاريو لاس واخلي، وايي:
"طالبانو بۀ فشار زما په نظر باندې زياتېږي، ځکه چې طالبان يو اړخ ته پخپله هم د سياسي عمل خبره کوي او مرکچيان يې دا مهال په قطر کې موجود دي او بل د افغانستان د پاکستان نه دوه چې کومې غوښتنې په ماضي کې پاتې شوي دي، نو يو خو دا ده چې طالبان دې د خبرو مېز ته راولي. افغانستان دا هم وايي چې که چيرې طالبان د خبرو مېز ته نه راځي، نو بيا د هغوى د پاکستان نه دا غوښتنه ده چې د هغوى پرضد دې ګامونه واخلي.نو په طالبانو باندې فشار هم داسې احتمال شته چې زيات شي او دا به وروسته وکتى شي چې دا د اسلام اباد په غونډه کې څه مخې ته راځي؟ د افغانستان حکومت سره څه ستراتېژي ده؟ امريکا څه ته تيار دى؟ چين پکې څومره رول ادا کولاى شي؟ د پاکستان به پکې څه رول وي؟ او بيا طالبان به هم هغې ته خپل غبرګون ښيي چې هغوى څه وکړي؟ ځکه چې که طالبانو باندې فشار زياتېږي، نو بيا داسې امکانات خو پيدا کېږي چې هغوى هم بيا په خپلو پاليسو باندې له سره غور وکړي."
د يادونې وړ ده چې افغان چارواکي هم په اسلام اباد کې دغې غونډې ته خوشبينه ښکاري او وايي چې دا به د سولې د خبرو پر یوې حل لاره کار کوي او همدارنګه د ژمنو او تواففاتو د داسې یو میکېنېزم رامنځ ته کول دي چې په بنياد يې همدا څلور طرفه خپلې دا ژمنې او توافقات عملي کړي.
راپور: ذبيح مومند