د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري تمه څرګنده کړې چې هند او پاکستان به په هندوستان کې د دې هېواد د هوايي ځواک پر يوې اډې په وسله وال بريد سربېره د مذاکراتو لړۍ جاري وساتي.
نوموړي همداراز په "پټهان کوټ" کې د هند د هوايي ځواک پر اډې د وسله وال بريد مقصد د پاکستان او هندوستان ترمنځ د مذاکراتو د لړۍ د سبوتاژولو هڅه بللې ده.
جان کري دا څرګندونې د يکشنبې په شپه د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره د ټليفوني خبرو پر مهال کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو تېره اوونۍ له پاکستان سره پر پوله د هندوستان د پنجاب صوبې په پټهانکوټ نومي سيمه کې د دې هېواد د هوايي ځواک پر يوه اډه وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د يوه جګپوړي هندي پوځي افسر په ګډون ٧ هندي پوځيان ووژل شول.
هندي چارواکي وايي چې دغه بريد نږدې ٤ څلور ورځې دوام وکړ چې بيا وروسته د ٦ بريدګرو په وژلو پاى ته ورسېد.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې؛ صدراعظم شريف د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړى چې هېواد به يې د هند پر پوځي اډې د وسله وال بريد په تحقيقاتو کې مرسته وکړي او په اړه به يې حقيقت د خلکو مخې ته راوړي.
دا په داسې حال کې ده، د هندوستان حکومت څو ورځې مخکې ويلي وو چې پاکستان ته د يې د پټهانکوټ بريد په تړاو د عمل وړ معلومات ورکړي او د مذکراتو د لړۍ جاري ساتل يې د دغه بريد د مسوولينو پر ضد په عملي ګامونو پورته کولو پورې مشروط کړل.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان او هندوستان د بهرنيو چارو سکرتران به په راراوانه اوونۍ په پايتخت اسلام اباد کې سره وګوري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سيمې د امن او ثبات لپاره د پاکستان او هند ترمنځ مذاکرات مهم بللي او له صدراعظم شريف څخه يې غوښتي چې دا لړۍ دې جاري وساتي.
په عين حال کې ښاغلي شريف نوموړي ته ډاډ ورکړى چې پاکستان په دې لړ کې شفاف تحقيقات پيل کړي او يو ځل بيا يې ټينګار کړى چې خپله خاوره به د ترهګرۍ لپاره کارېدو ته پرې نه ږدي او په خبره يې چې د دې هېواد ټولې ادارې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره يوه خوله دي.
امريکا تر دې مخکې هم له پاکستانه غوښتي وو چې د پټهانکوټ د بريد په تړاو دې بشپړ تحقيقات وکړي او د دې بريد په اړه دې حقایق واضح کړي.
د يادونې وړ ده چې په هند کې د دې هېواد د هوايي ځواک پر پوځي اډې تر بريد وروسته د پاکستان صدراعظم خپل هندي سيال سره ټليفوني خبرې کړې وې او د بريد په تحقيقاتو کې يې ورته د مرستې ډاډ ورکړى و.
راپور: ذبيح مومند