د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ولسي جرګې د درې ګونو امنیتي ځواکونو مسؤلین استجواب کړل


ولسي جرګي په ټول هېواد او په تېره د ژمې په موسم کې د مخالفینو د حملو په زیاتوالي اندېښنه وښوده او ويې ویل چې که مخه یې ونه نیول شي؛ د خلکو ستونزې به، له دې هم زیاتې شي.

یادې جرګې په همدې مقصد د شنبې په ور ځ د د فاع، کورنیو چارو او د ملي امنیت د عمومي ریاست مسوولین استجواب کړي وو.

د ولسي جرګې د غړیو عمده پوښتنه دا وه چې د ژمي په روان موسم او له هغې وروسته، امنیتي ارګانونه د مخالفینو د ځپلو لپاره کافي ځمکني؛ هوايي او استخباراتي ځواکونه لري او که نه؟

د دفاع سرپرست وزیر دا پوښتنه داسې ځواب کړه:

په روان ژمي کې اوه سوه پنځوس عرادې زرې وسایط اکمالیږي؛ د هېواد په شپږو برخو کې د جلب وجذب لړۍ روانه ده او همدا اوس د اردو په تعلیمي او تربیوي مرکز کې څه باندې لس کسان روزل کېږي."

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وویل؛ د امنیت لپاره یې لنډ مهاله، منځني او اوږ د مهاله پلانونه ترتیب کړي چې په تېزۍ سره عملي کېږي.

ښاغلي علومي دا هم وویل، په ټولو ولایتونو کې د سیمه ییزو پولیسو د جلب او جذب لړۍ روانه ده او دا ځواکونه به د ملي پولیسو پوره ملاتړي شي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي وویل؛ که څه هم اوسمهال امنیي ځواکونه یوازې د وسله والو طالبانو پرضد نه بلکې د نورو ترهګرو ډلو پر ضد هم جنګېږي؛ خو استخباراتي ارګانونو بیا هم په دې برخه کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي:

"په دوه زره او دوه سوو اپراتیفي عملیاتو کې؛ د مخالفینو پر شبکو دوامداره او هدفمنده حملې شوي، څوارلس تروریستي شبکې شنډې شوي؛ د هغوی یوه حمله هم بې ځوابه نه ده پاتې او عاملین یې تر ډېره حده یا ځپل شوي او یا د قانون منګلو ته سپارل شوي او امنیتي ځواکونو د خلکو په مرسته هغوی له ماتې سره مخ کړي دي."

که څه هم امنیتي مسوولینو خپل امنیتي پلانونه او فعالیتونه بیان کړل؛ خو د ولسي جرګې اداري پلاوي په روان ژمې کې د مخالفینو د حملو زیاتوالي ته په کتو سره، له دغو پلانونو سره مخالفت وښود او تاکید یې وکړ چې دا پلانونه دې نور هم کره اوموثر شي.

د جرګې رييس عبدالروف ابراهیمي وویل:

"د ژمي دوه میاشتې چې پاتې دي باید داسې پلانونه ولري چې عملي وي؛ مخالفین وځپي او کومې سیمې چې د مخالفینو په واک کې دي باید بېرته ځنې ونیول شي؛ د دوې په پلان کې داسې څه نشته، د همدې له امله باید پر نویو او موثرو پلانونو کار وکړي."

مسوولینو داهم وویل، نن سبا د څه باندې یو لکو شل زرو مجهزو بهرنیو ځواکونو ځای ملي امنیتي ځواکونو ډک کړي؛ ممکن لنډ مهالې ستونزې ولري؛ خو په اوږد مهال کې به د هرې مخالفې ډلې حملې شنډې کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG