د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د يمن حکومت او ايتلاف: په صنعا کې د ايران پر سفارت حمله نه ده شوې


د يمن حکومت او د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف ردوي چې ګواکې په يمن کې يې د ايران پر سفارت حمله کړې ده.

ايران وايي چې په صنعا کې يې پر سفارت هوايي حمله شوې. د صنعا اوسېدونکي وايي، د سفارت ودانۍ ته زيان نه دی رسېدلی.

په همدې حال کې د ترکيې حکومت په انقره کې د ايران سفیر وروسته له هغه احضار کړ چې ايراني مطبوعاتو پر ترکي اعتراضونه خپاره کړل.

اردوغان ويلي چې په سعودي کې د شيعه مشر اعدام د سعودي عربستان کورنۍ مسئله ده.

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف او د يمن د بهرنیو چارو وزارت د ايران هغه تورونه رد کړل چې وايي، د سعودي عربستان هوايي الوتکو د يمن په پلازمېنه صنعا کې د ايران پر سفارت حمله کړې ده.

ايران د پنجشنبې په ورځ وويل چې پر سفارت يې د يمن په پلازمېنه کې د چارشنبې په شپه هوايي حمله وشوه.

د دغه تور له کبله په سیمه کې د دغو دوو سني او شيعه قوتونو تر منځ اړيکې نورې هم ترينګلي شوې.

د سعودي دولتي خبري اژانس ايس.پي.اې له لارې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په يوه اعلاميه کې ټينګار شوی چې د سفارت او شاوخوا ساحه کې يې هيڅ ډول عمليات نه دي شوي.

د صنعا اوسېدونکو او شاهدانو رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د سفارت ودانۍ ته هيڅ ډول زيان نه دی رسېدلی.

د سعودي د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د يمن د بهرنيو چارو وزير هم رد کړه چې د سفارت ودانۍ په نخښه شوې ده.

همدا راز سبانیو ورځپاڼې د بهرنيو چارو وزارت د يوې سرچينې له خولې ويلي چې په صنعا کې د ډیپلوماټيک ماموريت مسئوليت د حوثي ياغيانو پر غاړه دی ځکه چې صنعا د دوی او د دوی متحدو ځواکونو چې د ولسمشرعلي عبدالله صالح پلويان دي، په کنټرول کې دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري پرون په واشنګټن کې يوې خبري غونډې ته وويل:

"ما نن سهار د ايران د بهرنيو چارو له وزيرجواد ظريف سره زموږ د ګډ جامع عملي پلان په اړه خبرې وکړې او موږ نه يوازې د دې پلان د پلي کولو په اړه خبرې وکړې بلکه د سعودي عربستان، سيمې او ايران د روابطو په اړه مو هم خبرې وکړې."

په همدې حال کې ترکيې د پنجشنبې په ورځ ويلي چې د ايران سفير يې احضار کړی چې په ايراني رسنيو کې د ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان پر ضد د خبرو په اړه خپل اعتراض څرګند کړي.

اردوغان د سعودي عربستان له خوا د شيعه مذهبي عالم او فعال شېخ نمر النمر پر اعدام له اعتراض کولو ډډه کړې وه.

له دغه اعدامه وروسته په منځني ختيځ کې په شيعه اکثريت سیمو کې د غصې ډک احساسات راوپارېدل او لاريون کوونکو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت حمله وکړه.

له هغه وروسته د سعودي عربستان او ايران ترمنځ ډیپلوماټيکې اړيکې پرې شوې.

اردوغان د چارشنبې په ورځ وويل چې د نمر اعدام د سعودي عربستان کورنۍ مسئله وه او د انقرې او رياض خپلمنځي اړيکې په دې وروستيو مياشتو کې ښې شوي دي.

د ترکيې ولسمشر تېره مياشت رياض ته سفر هم کړی وو.

ترکيه او سعودي عربستان چې د اوسېدونکو اکثريت يې سني دی، د سوريې په اړه يو نظر لري او دوی باور لري چې د سوريې پنځه کلنۍ کورنۍ جګړې ته د پای ټکی ايښودلو يوازينۍ لاره د ولسمشر بشارالاسد له خپلې دندې ايسته کېدل دي.

په همدې حال کې د ایران او ترکيې ترمنځ اړيکې ترينګلي شوي. ايران او روسيه د اسد يوازيني متحد هېوادونه دي.

XS
SM
MD
LG