د تبیان په نامه ټولنیز فرهنګي مرکز په سعودې عربستان کې د شیعه روحاني مشر نمر باقر النمر اعدامول وغندل.
د مرکز ریيس سیدعیسی حسیني مزاري په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، النمر د سعودي د حکومت یو منتقد و او سعودی حکامو باید د القاعده په ډله کې نه وای شمېرلی.
بل خوا افغان کارپوهان وايي، حکومت او مدني فعالانو ته په کار ده چې د دوو خپلواکو هېوادونو په اختلافاتو کې ځان ښکیل نه کړي.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: