د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۱

فیصل:ایران غواړي د افغان سولې د څلور اړخیزې غونډې پنځم غړی شي


ایران غواړي د افغانستان د سولې په اړه د راتلونکي څلور اړخیزې غونډې پنځم غړی شي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن پنجشنبې ازادي راډيو ته وویل چې دا موضوع تهران ته د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وروستي سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خوا یاده شوه.

د افغانستان د سولې په بهیر کې د چین او امریکا تر ګډون وروسته اوس ایران لېوالتیا ښودلې چې غواړي د سولې په راتلونکې څلور اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا غوښتنه د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغان حکومت د اجراییه رییس تر منځ د وروستۍ لیدنې پر مهال مطرح شوه.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"ایران ته اجراییه رییس د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې غوښتنه وشوه چې ایران دې د څلور اړخیزه غونډې پنځم غړی شي."

ښاغلی فیصل وایي، افغان حکومت د سیمه ییز امنیت په ټينګښت کې د ایران رول مهم بولي خو د وروستۍ غوښتنې په تړاو یې تر اوسه رسمي ځواب نه دی ورکړی.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله روانه اوونۍ د ایران په رسمي بلنه په یوه درې ورځني سفر دغه هېواد ته تللی و.

د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالله ته وویل، تهران ځکه په دغه بهیر کې د ګډون غوښتنه لري چې په سیمه په ځانګړي توګه افغانستان کې د موجوده تروریستي ډلو څخه اغېزمن دی.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازې راتلونکې دوشنبې د جنوري یوولسمه په اسلام آباد کې په یوه څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کوي.

افغان حکومت د څلور اړخیزې غونډې نتایجو ته ځکه خوشبینه دی چې دا ځل امریکا او چین په کې برخه اخلي او دا دواړه هېوادونه پر پاکستان چې د وسله والو طالبانو کوربه بلل کېږي، پراخ نفوذ لري.

خو ایران هم وخت نا وخت له وسله والو طالبانو سره د اړیکو د ټینګښت هڅې کړي او تهران څو ځله د طالب استازو کوربه پاته شوی دی.

اخوا د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد له ازادي راډيو سره خبرو کې په دې اړه چې ایا د ایران ګډون به په څلور اړخیزه غونډه کې ګټور تمام شي او که نه وویل، د اوس لپاره به غوره دا وي چې یوازې په همدې څلورو هېوادونو اکتفا وشي.

ښاغلي وقاد زیاته کړه:

"اوس موږ دا کافي ګڼو چې دا څلور هېوادونه دا بهیر پر مخ بوزي. د کومو هېوادونو چې راتلونکي کې په دې برخه کې د همکارۍ اړتیا وي، هغه به د دې څلورو هېوادونو په موافقې سره حضور پيدا کوي."

د چارو کارپوهان بیا وایي، ایران ځکه د افغانستان د سولې په خبرو کې د ورګډېدو غوښتنه کوي چې وکړای شي د افغانستان په راتلونکې کې ونډه ولري.

د سیاسی چارو کتونکي یونس فکور د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که د اوس لپاره ایران ته د سولې په خبرو کې ونډه ورکړل شي نو دا بهیر به لا نور کړکېچن شي.

ښاغلی فکور زیاتوي:

"زه فکر کوم چې موږ دې د اوبو مساله له ایران سره شریفانه حل کړو پر دې برابر چا بهار افغانانو ته ورکړي. دا به ایران ته ښه وي نظر و دې ته چې په دې څلور اړخیزه مذاکراتو کې داخلیږي، دا د ایران په ګټه هم نه ده او دا به معضله نوره هم پېچلې کړي."

ښاغلی فکور سپارښتنه کوي چې د تروریزم په مساله کې به دا غوره وي چې کابل او تهران خپلو کې په دوه اړخیزو غونډو کې بحث وکړي.

خو ټینګار کوي چې افغان حکومت باید دا ضمانت ایران ته ورکړي چې نه پرېږدي له خاوره یې تروریستي ډلې د ایران پر ضد ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG