ایران پر سعودي عربستانتور پورې کړی دی چې دا هېواد په سیمه کې ناکراري ته لمن وهي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې کړکېچنې شوې چې تهران د ریاض له خوا د یوه شیعه مشر د اعدام پر وړاندې له غصې ډک عکس العمل څرګند کړ.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین جابر انصاري نن وویل؛ سعودي د دې لپاره چې پر خپلو داخلي ستونزو پرده واچوي؛ په سیمه کې شخړې پیدا کوي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې له ایراني ډیپلوماټانو څخه وغوښتل چې په ۲۸ ساعتونو کې له ریاض څخه ووځي.
سعودي دا ګام وروسته تر هغې پورته کړ چې قهرجنو مظاهره د شنبې په ورځ په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ.
سعودي عربستان وايي، شیعه مذهبي مشر باقر النمر او یو شمېر نور کسان په دې هېواد د تروریستي فعالیتونو په جرم محکوم او په دار ځړول شوي دي.
شیخ نمر یو له هغو ۴۶ کسانو و چې سعودي عربستان د شنبې په ورځ په دار وځړول شول.
سعودي چارواکي وايي، په اعدام شوو کې د یو شمېر شیعه مذهبي مشرانو سربېره د القاعده شبکې ګڼشمېر غړي هم شامل دي.
د ایران سیاسي او مذهبي مشرانو د سعودي له خوا د باقر النمر پر اعدام سخت عکس العمل ښودلی دی.
د ایرانستر مذهبي مشر ایت علي خامنه یي پرون د شیخ نمر اعدام وغنده او خبرداری يې ورکړ چې سعودي عربستان به د دې عمل سزا وویني.
سعودي عربستان چې سلطنتي سني مذهبه کورنۍ يې په واک کې ده؛ له لسیزو راهیسې له شیعه ایران سره په منځني ختیځ کې په یو شمېر مسالو کې په شخړو کې ښکېل دی.