د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۲

په پاکستان کې پوځي عملیات او طالب وسله والو ځوابي بریدونه


د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو کارپوهان په دې باور دي چې که څه هم په قبايلي سيمو کې د امنيتي ځواکونو پوځي عملياتو ترهګر ځپلي؛ خو ټينګار کوي چې ترهګر لا هم د دې صلاحيت لري چې پر امنيتي ځواکونو او او دولتي ودانيو بريدونو وکړي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې وسله والو د تېرې سه شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په مردان ښار کې د پاکستان د شناختي کارډ ورکونې يوه سيمه ييزو دفتر کې ځانمرګى بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ٢٦ کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شول.

د دې بريد مسووليت بيا وروسته له تحريک طالبان پاکستان څخه بيلې شوې جماعت الاحرار په نامه يوې وسله والې ډلې ومانه او د دې ډول نورو بريدونو ګواښ يې هم وکړ.

په مردان کې پر دغه دولتي دفتر دا بريد په داسې وخت کې شوى چې امنيتي ځواکونو د ٢٠١٤م کال له جون راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون په ځينو قبايلي سيمو کې د ضرب عضب په نمه پوځي عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي او د پراخو برياوو ادعا کوي.

خو د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر کارپوهان په پاکستان کې وروستيو خونړيو ترهګريزو بريدونو ته په کتو وايي چې که څه هم د پوځي عملياتو له امله د خيبرن پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې امنيتي وضعيت ښه شوى؛ خو ټينګار کوي چې د ترهګرو پرخلاف روانه جګړه ښايي ډېر وخت ونيسي.

د دفاعي چارو کارپوه برېګېډير سيد نذير مومند په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پاکستان کې به د ترهګرو پرضد روان پوځي عمليات ښايي ډېر وخت واخلي:

"ضرب عضب چې شروع شوى دى، يا نېشنل اېکشن پلان چې کوم دى، نو د هغې په نتيجه کې واقعي ده چې هغه خونړي هدفونه چې لګېدل؛ هغه اوس کافي کم شوي دي. ليکن بل طرفته چې وګورې، نو د دې جنګ جرړې ډېرې خورې دي، نو دا داسې په لنډ وخت کې د دې ختمول يا انجام ته رسول مشکل کار دى.

نو يو طرفته جنګ به روان وي او پل طرفته د جنګ د ختمولو کوششونه به وي؛ مطلب دا دى چې هغه ورانى او مسئلې نشته چې وړاندې وې؛ اوس حالات امن طرفته بهترۍ طرفته روان دي. نو د داسې جنګ اختتام ډېر سلو ورو وي او د عام خلکو لپاره پرېشان کُن هم وي."

له بلې خوا بيا د سياسي چارو کارپوه نظيف خان وايي چې وسله وال د پوځي عملياتو له امله کمزوري شوي او اوس د ملکي وګړيو په نښه کولو غواړي چې خپل ځان پياوړي او ژوندي وښيي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"خامخا د دې مانا دغه هم ده چې دوى دا وښيي چې تاسو هر څومره اپرېشنونه کوئ؛ نو موږه ژوندي يو، ښه په پوره طاقت کې يو او دا کار کولاى شو او دا يو اسان کار و؛ پبلک راتلل، څه خاص تلاشۍ نه وئ، نو په دې وجه دا پواېنټ اسان و.

نو په دې وجه دغه دواړه مانا ترې راوځي چې دوى بۀ ځان هم ښيي او دا پواېنټ هم اسان و؛ نو شايد چې په راتلونکي کې دغه قسم نورې واقعې هم وشي."

د يادونې وړ ده، چې تحريک طالبان پاکستان په تېر ٢٠١٥م کال پر امنيتي ځواکونو په بريدونو سربېره د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور په بډه بېره کې د هوايي ځواک پر يوه کيمپ د بريد مسووليت هم منلى و چې د امنيتي ځواکونو په ګډون په کې ٢٧ کسان وژل شوي وو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG