د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

"د ملا منصور د مرګ خبره د ملا عمر د مړګ په څېر پټه ساتل شوې"


ټاکل شوې ده چې د جنوري په ۱۱مه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي غونډه وکړي. ولسمشر اشرف غني د پنجشبې په ورځ په کابل کې وویل چې د دې غونډې هدف په افغانستان کې د دایمي سولې راوستل دي او ورته دوهمه څلور اړخیزه غونډه به په کابل کې جوړه شي.

تر دې مخکې د جولای په میاشت کې د پاکستان په منځګړیتوب د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې لومړۍ مخامخ خبرې وروسته تر دې وځنډیدې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې خبرونه خپاره شول.

د ملا محمد عمر د مرګ خبر نژدې دوه کاله پټ ساتل شوی و او له هغه راوروسته طالبان په دوه عمده ډلو ویشل شوي دي؛ یوه د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ طالبان دي او د بلې ډلې مشر ملا محمد رسول دی. د دې ډلې ویاند عبدالمنان نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د ملا منصور د ډلې له لورې په تېرو دوو میاشتو کې د دوی په سلګونو کسان وژل شوي دي:

"د اختر محمد منصور ملاتړ هغه دوه مفتیان کوي چې د عبدالحکیم او هیبت الله په نامه دي. د دې جګړو ټول عاملان دغه دوه کسان دي. دوی له زابله واخله، تر هلمنده تر شینډنډه درې سوه مجاهدین شهیدان کړي دي."

ملا منان نیازي زیاته کړه چې د دوی ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته په دې شرط چمتو ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او د ده په وینا، اسلامي حکومت ټینګ شي.

د ملا منصور د ډلې په وینا، اسوشیېټډ پریس اژانس مخکې دا راپور ورکړی و چې جګړو ته به تر هغو دوام ورکوي چې شرعي حکومت په کابل کې ټینګ شوی نه وي.

د چارو کتونکي جاوید کوهستاني ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو اختلافات به د سولې خبرې اغیزمنې کړي:

"په څو ډلو د طالبانو تقسیم د سولې خبرې پیچلې کوي؛ ځکه چې له یوه ادرسه به خبرې نه کوي اوس دا د افغان حکومت کار دی چې په یوه وخت له څو بیلابیلو ډلو سره د سولې څه ډول پروګرام جوړوي."

مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی. د ملا رسول د ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي ازادي راډيو ته یو ځل بیا دا خبره تایید کړه چې د دوی د معلوماتو له مخې د ملا اختر محمد منصور د مرګ خبره د ملا محمد عمر د مړینې د خبر په څېر پټه ساتل شوې ده.

د طالبانو تر منځ اختلافات ښایي د سولې پر خبرو اغیز وشیندي؛ خو افغان حکومت وایي چې دوی به د اسلام اباد په غونډه کې پر دې ټینګار وکړي چې د واشنګتن او پیکنګ له لارې پر پاکستان فشار راولي؛ څو هغه طالبان چې د سولې خبرو ته نه چمتو کیږي په خپله خاوره کې دننه وځپي.

XS
SM
MD
LG