د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

"په شوکت خانم روغتون کې د افغان طالبانو د يوه مشر درملنه شوې"


د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران انکشاف کړى چې د دغه هېواد د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې د ده له خوا په جوړ شوي شوکت خانم سرطان روغتون کې د افغان طالبانو د يوه جګپوړي مشر درملنه شوې ده.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په شپه د پاکستان له شخصي ټلوېزيون (جيو) سره د روانو چارو په پروګرام کې کيپيټل ټاک کې د مرکې په ترڅ کې وکړې.

که څه هم عمران خان په دغې مرکه کې د افغان طالبانو د مشر نوم وانخيست، خو ويې ويل، دى هغه وخت پوه شو چې د ده په روغتون کې د طالبانو د مشر درملنه شوې، کله چې طالبانو هغه ته د خپل مشر تر درملنې وروسته د مننې ليک ولېږه.

عمران خان د خپلې مرکې په يوې برخه کې د شوکت خانم روغتون د لاسته راوړنو په اړه وويل چې دغه روغتون ته پر پاکستاني نارغانو سربېره ګڼ شمېر افغان ناروغان هم ورځي.

هغه زياته کړه:

"زموږ روغتون ته د پاکستان د ټولو صوبو د خلکو علاوه افغانان هم راځي. څلور پنځه کاله مخکې ماته معلومه شوه چې زموږ په هسپتال شوکت خانم کې د افغان طالبانو د يوه مشر درملنه شوې ده، خو زه هغه وخت په دې پوه شوم چې کله ماته د هغوى له خوا د خپل مشر د درملنې په خاطر د مننې ليک راغى."

که څه هم نوموړي دا ونه ويل چې دغه افغان طالب مشر ته څه ډول ناروغي ورپېښه وه، خو ويې ويل دا پېښه نېږدې پنځه کاله مخکې شوې ده.

عمران خان دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې نوموړي د سې شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې هم د شوکت خانم روغتون دويمه څانګه پرانيسته.

نوموړي د دغه روغتون په پرانيستونکې وينا کې وويل چې د دې روغتون څانګه په پېښور کې ځکه جوړوي، څو د خیبر پښتونخوا او قبایلو ترڅنګ د افغان ناروغانو درملنه هم په کې وشي.

عمران خان د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر دى چې د ٢٠١٣م کال په مې مياشت کې يې د دې هېواد په عمومي انتخاباتو کې په خيبر پښتونخوا صوبې کې ډېرې څوکۍ واخيستې او دلته يې د جماعت اسلامي په ملاتړ ګډ ائتلافي حکومت جوړ کړ.

نوموړي څو کاله مخکې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په احتجاج کې په پېښور کې يوه اوږده اجتجاجي ناسته کړې وه او په افغانستان کې يې د بهرنيو ځواکونو اکمالاتي لار هم بنده کړې وه.

د يادونې وړ ده چې عمران خان يو مهال د پاکستاني طالبانو پر ضد د عملياتو مخالفت کاوه او ټينګار يې کاوه چې له هغوى سره دې د خبرو اترو لار خپله شي او همداراز يې په پېښور کې د هغوى د سياسي دفتر پرانېستو غوښتنه هم کړې وه.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG